تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ژوند لپاره د نړۍ تر ټولو ښه او بد ښارونه په ډاګه شول
د نیو زیلنډ آکلنډ ښار په ۲۰۲۱ کال کې د ټولې نړۍ په کچه د ژوند لپاره تر ټولو غوره ښار بلل شوی دی. د کورونا وبا له کبله سږ کال د نړۍ غوره ښارونو په لېست کې یو ځه بدلون راغلی.
دا سروې د 'اکانومېسټ انټلجنس یونټ ' لخوا شوې او د نړۍ په ۱۴۰ ښارونو کې یې ثبات، اسانتیاوې، تعلیمي اسانتیاوې او روغتیایي خدمات ارزولي دي.
د دې سروې له مخې د سوریې پلازمېنه دمشق ښار هلته د روانې کورنۍ جګړې له کبله لا هم د ژوند لپاره د نړۍ په کچه تر ټولو سخت ښار بلل شوی دی.
نړۍ کې د کورونا وبا له کبله سږ کال د اروپایي هېوادونو ښارونه په دې لېست کې وروسته پاتې شوې دي، خو د دوی برعکس د اسټرالیا، نیو زیلنډ او جاپان ښارونه ښه بلل شوي.
د دې هېوادونو ښه والی دا و چې د کورونا ناورین یې د نورو پرتله ښه کنترول کړ، بندیزونه یې ژر لېرې کړل او وګړي یې وتوانېدل چې بېرته عادي ژوند ته ستانه شي.
خو بل لور ته په اروپایي هېوادونو کې د کورونا ضد واکسین بهیر ناوخته پیل شو، حکومتونو یې سخت بندیزونه ولګول او له همدې کبله اروپایي ښارونه سږ کال سروې کې ښه ونه ځلېدل.
د بېلګې په توګه د اتریش پلازمېنه ویانا ښار له تېرو څو کلونو راهیسې د دې سروې له مخې د نړۍ تر ټولو غوره ښار بلل کېده، خو د سږ کال سروې کې له لومړي مقامه دولسم ته لوېدلی.
د سروې سمبالوونکي وایي، د دې بدلون یو مهم لامل دا دی چې اروپایي ښارونو کې روغتیایي خدمات، لکه روغتونونه، د کورونا وبا له کبله تر سخت فشار لاندې وو.
دوی همدا راز زیاتوي چې د کورونا سختو بندیزونو له کبله د نړۍ ګڼو ښارونو کې د ورځني ژوند معیار راټیټ شوی و، نو ځکه دا ښارونه په سروې کې وروسته پاتې شوي.
د سږ کال سروې له مخې د ژوند لپاره د نړۍ لس تر ټولو غوره ښارونه په لاندې ترتیب سره په لېست کې راغلي دي.
۱. آکلنډ (نیو زیلنډ)
۲. اوساکا (جاپان)
۳. اډېلېډ (اسټرالیا)
۴. وېلېنګټن (نیو زیلنډ)
۵. توکیو (جاپان)
۶. پېرت (اسټرالیا)
۷. زیوریخ (سویس)
۸. جنیوا (سویس)
۹. مېلبورن (اسټرالیا)
۱۰. برېسبن (اسټرالیا)
د همدې سروې له مخې په ۲۰۲۱ کال کې د ژوند لپاره د نړۍ په کچه لس تر ټولو ناوړه ښارونه په لاندې ډول یاد شوي.
۱. دمشق (سوریه)
۲. لاګوس (نایجریا)
۳. پورټ مورسېبي (پاپوا نیو ګیني)
۴. ډهاکه ( بنګله دېش)
۵. الجیر (الجریا)
۶. تریپولي (لیبیا)
۷. کراچۍ (پاکستان)
۸. هرارې (زمبابوې)
۹. ډوالا (کامرون)
۱۰. کراکاس (وېنېزوېلا)