اسرائیلي پولیسو مخکښه فلسطینۍ فعاله او ورور یې خوشي کړل

منا الکرد

د عکس سرچینه، Social media

د خپرېدو وخت

اسرائیلي پولیسو د منا الکرد په نامه هغه مخکښه فلسطینۍ فعاله او ورور یي له نیول کيدو وروسته خوشي کړل چې له ختیځ بیت المقدس نه د فلسطینیانو د ایستل کېدو پر ضد احتجاجونه او مبارزه کوي.

۲۳ کلنه منا الکرد د یکشنبې په سهار د خپل پلار کور کې نیول شوې وه.

اسرائيلي پولیسو د هغې د ورور محمد الکرد د نیولو امر هم کړی و او نوموړي ځان پولیسو ته وسپاره.

پولیسو له دې خور او ورور تر پلټنو وروسته دوی بېرته ازاد کړل.

منا الکرد او ورور یې په دې وروستیو کې د ختیځ بیت المقدس په شیخ جراح سیمه کې له خپلو کورونو د فلسطینیانو د ایستل کېدو په اړه خبرونه خپرول او د اسرائیلو د دې ګام پر ضد یې احتجاج کاوه.

د نوموړې د نیول کېدو د صحنې ویډیو ښیي چې اسرئیلي پولیس په شیخ جراح سیمه کې د هغې کور ته ننوځي او شېبه وروسته یې لاس تړلې له ځان سره بیایي.

خور او ورور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خور او ورور خواله رسنیو کې د اسراییل پرضد احتجاج کوي.

له دې سیمې د مېشتو فلسطینیانو د ایستل کېدو موضوع تېره میاشت جنجالي شوه او ان د حماس ډلې او اسرائیل پوځ ترمنځ د سختو نښتو لامل هم شوه.

په دې فلسطینیانو کې د منا او محمد الکرد کورنۍ هم شامله وه چې له خپل کور د ایستلو امر یې شوی و.

خو دوی دواړو دا موضوع پر ټوېټر او انسټګرام سلګونو زرو کسانو سره شریکه کړه او د اسرائیلو د پرېکړې پر ضد یې انلاین احتجاج پیل کړ، چې وروسته خبره مخامخ احتجاج او تاوتریخوالي ته ورسېده.

د منا الکرد پلار وایي، اسرائيلي پولیسو یې لور د دې لپاره نیولې وه چې په شیخ جراح سیمه کې د نورو فلسطیني ځوانانو میندې او پلرونه ووېروي.

د منا ورور محمد الکرد په رام الله کې په زدکړو بوخت و، خو د خپلې خور له نیول کېدو وروسته ده هم ځان پولیسو ته سپارلی.

غزہ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسرائیلو له شیخ جراح سیمې د فلسطیني کورنیو د ایستلو پرېکړه کړې ده

د اسرائيلو د قانون له مخې که یوه یهوده کورنۍ دا ثابته کړای شي چې له ۱۹۴۷ کال، یعنی د اسرائیلو ریاست له رامنځته کېدو مخکې یې په ختیځ بیت المقدس کې ژوند کاوه نو 'د خپلو کورونو ملکیت بېرته اخیستلو ' درخواست کولی شي.

که فلسطینیانو په دې کورونو کې له څو لسیزو هم ژوند کړی وي، بیا یې هم د ساتلو لپاره هېڅ ډول قانوني حق نه لري.

فلسطینیان غواړي چې یو خپلواک ریاست ولري چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمېنه وي. اسرائیلو دا سیمه د ۱۹۶۸ کال په جګړه کې لاندې کړه او په ۱۹۸۱ کال کې یې د خپلې خاورې برخه وګرځوله.