ماګاوا، اتل موږک چې د ماین پاکۍ له دندې متقاعد کېږي

د عکس سرچینه، Apopo
ماګاوا نومي هغه موږک موږک په ځمکه کې د ځای پر ځای شویو ماینونو موندلو او په نښه کولو له دندې متقاعد کېږي. دغه موږک ته د اتلولۍ له کبله د سرو زرو مډال هم ورکړل شوی و.
د پنځه کلنې کاري مودې په بهیر کې دې موږک د بوی په وسیله په کمبودیا کې ځای پر ځای شوي۷۱ ماینونه او درزنونه نور چاودیدونکي توکي وموندل.
مالین چې دغه افریقایی موږک پالي وايي، عمر یې زیات شوی، کار یې سوکه شوی او دا غواړي د درناوي په پار یې له ډېر زیار او زحمته وژغوري.
داسې ګومان کېږي چې په دغه سویل ختیځ اسیايي هېواد کې شپږ میلیونه ماینونه او نور چاودیدونکي توکي په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
ماګاوا د اپوپو په نامه د بلجیم هغې خیریه ټولنې روزلی و، چې په تنزانیا کې ثبت شوې او له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې د (اتل موږکان) په نامه دغه ډول ژوي پالي او روزنه ورکوي.
دوی له یوه کال روزنې وروسته دې ژویو ته د روزنې رسمي سند ورکوي. تېره اونۍ اپوپو مسوولینو وویل، یوه ډله نوي ځوان روزل شوي موږکان یې د کمبودیا ماین پاکۍ ادارې (سي ایم اې سي) ته سپارلي دي.
مسوولین وايي، ماګاوا به د څو نورو اونیو لپاره هم پر دنده پاتې شي، چې د خپلو نویو ملګرو د کار (څارنه) وکړي او هغوی له نوي چاپېریال سره بلد کړي.

د عکس سرچینه، APopo
پالونکې مالین د دې موږک په هکله وايي:
''د ماګاوا فعالیتونه بې ساري دي او زه ویاړم چې له ده سره مې څنګ په څنګ فعالیت کاوه. ''
نوموړې زیاتوي:
''دی کوچنی دی، خو د ډېرو ژوند ژغورلو کې یې مرسته وکړه او په لږ وخت او د امکان تر حده لږ لګښت بدل کې یې زموږ خلکو لپاره له ماینونو د زیاتې ساحې چمتو کولو کې مرسته وکړه. ''
تېر کال ماګاوا ته د پي ډي ایس اې ادارې له لوري د 'ژوند ژغورنکي فعالیت ته ژمنتیا ' له کبله د سرو زرو مډال ورکړل شو.
دا د یادې ادارې په ۷۷ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه موږک ته جایزه ورکوي.
د ماګاوا وزن یو اعشاریه دوه کیلو دی او ۷۰ سانتي متره اوږد دی. که څه هم دا د نورو موږکانو پرتله زیات وزن او اوږدوالی بلل کېږي، خو که برسېره هم پرې وګرځي، د ماګاوا د بدن وزن د ماین چاودنې لپاره بیا هم کم دی.



















