د اسرائيلو ښي اړخ ګوند مشر له واکه د لومړي وزير نتنياهو د لېرې کولو ملاتړ کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرايئلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو سياسي مخالفانو موافقه کړې چې په اسرائيلو کې د ايتلافي حکومت په جوړولو سره د لومړي وزير په توګه د نوموړي واکمني پای ته ورسوي.
د ښي اړخي ملتپال ګوند مشر نفتلي بېنېټ اعلان کړی چې د يائر لپيډ له ايتلافي دولت سره يو ځای کېږي. ښاغلی لپيډ تر چارشنبې وخت لري چې کابينه بشپړه کړي.
ښاغلی نتنياهو د ۱۲ کلونو اوږدې مودې لپاره د اسرائيل د لومړي وزير په توګه پاتې شوی.
وړاندې رپوټونو ويل چې د مرکزي ګوند مشر یائر لپیډ د سخت دریځو ملتپالو ګوند له مشر نفتلي بېنېټ سره د ایتلافي حکومت پر جوړولو هوکړې ته نږدې شوی دی.
د یکشنبې پر ورځ د ښاغلي بېنېټ د ګوند غړو د دا ډول ایتلافي حکومت جوړولو ملاتړ اعلان کړ.
اسرائیلۍ رسنۍ وایي، د شوې هوکړې له مخې به ۴۹ کلن نفتلي بېنېټ د دوه کالو لپاره لومړی وزیر وي او بیا به یائر لپیډ ته دا څوکۍ پرېږدي.
د اسرائیلو پارلمان ټولټال ۱۲۰ څوکۍ لري چې شپږ یې دا مهال د ښاغلي بېنېټ له (یامینا) ګوند سره دي.
که دا شپږ څوکۍ له اپوزیسیون سره لاس یو کړي نو د ښي اړخه سخت دریځو، مرکزي پالو او کیڼ اړخه ګوندونو ټلواله کولی شي چې اوسنی لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له واکه لېرې کړي.
خو د بي بي سي د منځني ختیځ د چارو خبریال سېبسټین اوشر وایي، لومړي وزیر نتنیاهو ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي، ځکه نوموړی په تېر کې هم ورته سیاسي ننګونو سره مخ شوی او بریالی ترې راوتلی.

د عکس سرچینه، EPA
د نوموړي مخالفین که څه هم چې له سیاسي پلوه په خپلو کې سره جوړ نه دي، خو د ښاغلي نتیاهو د واک ختمولو لپاره ټول یوه خوله دي.
۷۱ کلن بنیامین نتنیاهو له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې په واک کې دی، او په دې توګه د تر ټولو اوږدې مودې لپاره د اسرائیلو لومړی وزیر پاتې شوی.
خو نوموړی دا مهال د فساد له تورونو او محاکمې سره مخ دی او د تېرې مارچ میاشتې په ټاکنو کې ونه توانېد چې ښکاره اکثریت ترلاسه کړي.
ښاغلی نتنیاهو نه دی توانېدلی چې د حکومت جوړولو لپاره پارلمان کې کافي څوکۍ ترلاسه کړي یا د ایتلافي حکومت لپاره ملګري پیدا کړي.
له همدې امله د نوموړي مخالف او مالیې پخواني وزیر یائر لپیډ ته د جون میاشتې تر دویمې نېټې وخت ورکړل شوی چې خپل حکومت جوړ کړي.
د ښاغلي لپیډ (ییش اتید) ګوند د مارچ میاشتې په ټاکنو کې د لومړي وزیر نتنیاهو له لیکود ګوند وروسته دویم ځای ترلاسه کړی و.
له ده سره د ایتلافي حکومت لپاره شریکو ګوندونو کې د عربو مسلمانانو (رام) ګوند هم شریک و، خو یاد ګوند په غزه کې د وروستۍ جګړې له کبله له دې ټلوالې بېل شو.

د عکس سرچینه، Reuters
که یائر لپیډ هم ونه توانېږي چې ایتلافي حکومت جوړ کړي نو اسرائیلو کې به خلک یو ځل بیا په تېرو دوو کلونو کې د پنځم ځل لپاره د رایو صندوقونو ته ځي.
د اسرائیلو د تناسبي ټاکنیز نظام له کبله د یو ګوند لپاره تل ګرانه وي چې په یوازې سر حکومت جوړولو لپاره کافي رایې وګټي، او ډېری وخت کوچني ګوندونه په ایتلافي حکومتونو کې شریک وي.




















