هندۍ جوړې د کورونا بندیزونو له لاسه په الوتکه کې واده وکړ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

له هند ترلاسه شوي رپوټونه وایي، یوې جوړې د دې لپاره چې د کورونا وېروس له بندیزونو ځان خلاص کړي، د خپلو ۱۶۰ مېلمنو لپاره یوه الوتکه کرایه کړه او په هوا کې یې د واده مراسم ترسره کړل.‌

په هغو ویډیوګانو کې چې پر خواله رسنیو خپرې شوې، ښکاري چې دا جوړه او ګڼ شمېر مېلمانه یې په یوه الوتکه کې سره راټول شوي دي.

ویل کېږي چې دا الوتکه د هند له تامېل ناډو ایالته هوا ته پورته شوې وه، ځکه هلته ځایي حکومت د کورونا وېروس له کبله اجازه نه ورکوي چې په واده کې له پنځوسو ډېر مېلمانه ور وبلل شي.

رپوټونه وایي چې د هند د هوایي چلن ادارې اوس د دې الوتنې او د واده مراسمو په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د دې ادارې یوه چارواکي هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، د 'سپایس جېټ' هوایي‌ شرکت هغې عملې دندې ځنډول شوې چې دا الوتنه یې ترسره کړې.

خو د یاد شرکت یوه ویاند 'انډین اکسپرس' ورځپاڼې ته ویلي، الوتکه یوه کمېشن کار کرایه کړې وه او ټاکل شوې وه چې له مدورای ښاره بنګلور ته سفر وکړي.‌

دغه ویاند وایي، مساپرو ته د کووېډ-۱۹ اړوند سپارښتنې شوې وې او پوهېدل چې د سفر پر مهال د مراسمو اجازه نه لري.

دا رپوټ داسې حال کې ترلاسه کېږي چې په هند کې د کورونا وېروس دویمې څپې ناورین رامنځته کړی او تر دې دمه له ۳ لکو ډېر کسان په دې هېواد کې له کووېډ-۱۹ مړه شوي دي.‌

خو کارپوهان په دې باور دي چې هلته د مړینو او مثبتو پېښو اصل شمېر ښایي‌ تر دې هم ډېر لوړ وي.‌

په تېرو څو اوونیو کې په روغتونو کې د ناروغانو لپاره کټونه او طبي اکسیجن په ګرانه موندل کېږي.

پلازمېنه ډیلي کې ان د مړو سوځولو او یا ښخولو لپاره ځایونه کم شوي‌ او ځینې مړي ان ګنګا سیند ته غورځول شوي دي.‌