د هند ګوجرات کې توپان؛ ۲۰۰ زره خلکو خپل کورونه‌ پرېښي

د خپرېدو وخت

د هند ګوجرات ایالت کې د تېز توپان له کبله لږترلږه ۲۰۰ زره وګړي له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي. د هند سمندري ځواکونو ویلي، د یوې بار وړونکې بېړۍ ډوبېدو کې ۱۲۷ کسان تري تم شوي دي.

د توپان چټکوالی په یوه ساعت کې ۱۶۰ کیلومتره ښودل شوی دی.

خاورین توپان د هند لوېدیځ ته مخه کړې ده چې تر اوسه یې ۱۲ کسان وژلي دي.

د هند سمندري ځواکونو درې بېړۍ د سلګونه وګړو د ژغورنې لپاره استولې دي.

ګوجرات کې اوس روغتونونه له کړکېچ سره مخامخ دي.

هند کې توپانونه داسې مهال راغلي چې دغه هېواد د کورونا وبا له خونړۍ څپې سره مخامخ دی.

د سې شنبې په ورځ،، د هند د هوا پېژندنې ادارې پر ټویټر لیکلي وو، توپان تر پخوا یوڅه کمزوری شوی دی او د لا نورې کمزورتیا اټکل یې هم شوی.

د توپان د تېزوالي له کبله ځینې ونې او د برېښنا پایې له بېخه رایستل شوې دي.

پر ځینو سیمو د احتیاط ‌لپاره برېښنا پرچاو شوې ده.

دا د تاوکتايي توپان په نامه یادېږي، چې له ۱۹۹۸ کال راهیسې پر دغه سیمه راځي، ګوجرات او ورڅېرمه مهارشترا سیمې ډېرې ځي.‌ ممبۍ ښار ته لوړې کچې تیارسئ امر شوی دی.