د میانمار پوځیان مینډاټ مقاومت کوونکي ښار ته ننوتل

د خپرېدو وخت

د میانمار پوځیان د دغه هېواد لویدیځ کې د چین ایالت مینډاټ ښار ته ننوتي دي. د دغه ښار ځینو اوسېدونکو درې اوونۍ وړاندې د چینلنډ دفاعي ځواک په نوم د ډلې موجودیت اعلان او د پوځ خلاف وسله پورته کړې ده.

د دغه داوطلب ځواک فعالانو ویلي له مینډاټ ښار د دې لپاره وتلي چې پوځ پر دغه ښار لا ډېره بمباري ونه کړي.

پر مینډاټ سربېره د میانمار څو نورو ښارونو کې هم خلکو د پوځ خلاف وسلې ته لاس کړی دی.

د میانمار پوځیانو تېره فبرورۍ د دغه هېواد منتخب حکومت وپرځاوه او واک یې لاس کې واخیست.

تر هغې وروسته د میانمار بېلابېلو ښارونو کې د پوځي کودتا خلاف پراخ ولسي لاریونونه پیل شول.

د دغو اعتراضونو پر مهال تاوتریخوالي کې نږدې ۸۰۰ کسان وژل شوي دي.

د بي بي سي د سویل ختیزې اسیا خبریال جانتن هیډ وايي داسې ښکاري چې پوځ مینډاټ ښار تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.

پوځیان له دریو اوونیو راهیسې د دغه ښار له یو شمېر اوسېدونکو سره چې تر ډېره پر دودیزو ښکاري ټوپکونو سمبال دي، نښته کې ښکیل وو.

د رپوټونو له مخې دغو نښتو کې لسګونه سرتیري وژل شوي دي.

دغو وسله والو منلې چې په نښتو کې د دوی شپږ غړي هم وژل شوي دي.

اټکل دا دی چې د مینډاټ ښار ځینې اوسېدونکي به څېرمه ځنګلونو ته تښتېدلي وي، خو نور لا هم دغه ښار کې ایسار پاتې دي.

اې ایف پي خبري اژانس د چینلنډ دفاعي ځواک د یوه ویاند له خولې لیکلي: "نور ښار کې نه پاتېږو... خو ژر به د بریدونو لپاره راوګرځو. موږ یوازې کورونو کې جوړې شوې وسلې لرو. دې بسنه نه کوله."

رپوټونه وايي دغه ښار ته په غځېدلو ځمکنیو لارو د پوځ پر دریو کاروانونو بریدونه شوي دي.

د میانمار پوځ له همدې کبله اړ شوی چې مینډاټ ته د اضافي او تازه دمو ځواکونو د لېږدولو لپاره چورلکې وکاروي.

د مینډاټ اوسېدونکو د خلکو د اداري ډلې په نوم جوړښت رامنځ ته کړی او ویلي چې دوی د پوځي حکومت واکمن په رسمیت نه پېژني.

خو پوځ د روانې اوونۍ پیل په دغه ښار کې د پوځي قانون د نافذېدو اعلان کړ.

پوځي مشرانو همدا راز د دوی پر وړاندې مقاومت کوونکي 'ترهګر' بللي او ویلي پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسئولان به په پوځي محکمو کې محاکمه شي.

امریکا او بریتانیا میانمار کې روان تاوتریخوالی غندلی دی.