هند کې دوو کسانو سره ۷ کیلو ګرامه یورانیم نیول شوي؛ پاکستان د جدي څېړنو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند ممبۍ کې له دوو کسانو سره د څه باندې ۷ کیلو ګرامه ۹۰ سلنه خالصو طبیعي یورانیمو د نیول کېدو په تړاو د څېړنو دنده د دغه هېواد د څېړنو ملي ادارې ' این ای اې' ته وسپارل شوه. این اې ای هند کې د ترهګریزو پېښو په تړاو د څېړونو تر ټولو مهمه اداره ده.
تر دې وړاندې د ممبۍ د پولیسو ځانګړې واحد 'اې ټي اېس' په دې تړاو څېړنې کولې.
دغه یورانیم تېره اوونۍ د مهاراشترا د ترهګرۍ ضد پولیسو لخوا ممبۍ کې د عملیاتو پر مهال د 'جګر جې ایش پانډیه' او 'ابو طاهر افضل چودهري' په نومونو له دوو کسانو سره نیول شوي وو.
د دغو یورانیمو بیه ۲۱۰ میلیون هندۍ روپۍ ښودل شوې او ویل کېږي دغو کسانو یې د پلورلو هڅه کوله.
د هند د څېړنو ملي ادارې ویاند رسنیو ته ویلي چې د یکشنبې پر ورځ یې د کورنیو چارو وزارت د حکم له مخې د دې قضیې د څېړنې مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
د ممبۍ د پولیسو ځانګړي واحد په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اپریل په ۱۴مه یې د پټو اطلاعاتو له مخې د جګر پانډیه په نوم مشکوک کس له یوه اندازه یورانیمو سره ونیو.
پولیس وايي پانډیه غوښتل دغو یورانیمو ته پېرېدونکی پیدا کړي.
هغه د څېړنو پر مهال پولیسو ته ویلي چې دا یورانیم د کباړو یوه کاروباري ابو طاهر افضل حسین چودري ورکړي دي.
پولیسو د تېرې چارشنبې پر ورځ د ابو طاهر د کار پر ځای چاپه اچولې او ۷ کیلو - ۱۰۰ ګرامه یورانیم یې ورسره ونیول.
د ممبۍ پولیس وايي دغه یورانیم د څېړنې لپاره ټرامبې کې د بهابها په نوم د اټومي څېړونو مرکز ته لېږدول شوي دي.
د اټومي څېړونو دغه مرکز په یوه رپوټ کې ویلي چې د دغو طبیعي یورانیمو "راډیو اکټیف معیار خورا لوړ دی چې د انسان ژوند له جدي خطر سره مخامخولی شي."
د ممبی د ترهګرۍ ضد پولیسو د واحد مرستیال شیو دیپ لانډې رسنیو ته ویلي چې دا ۹۰ سلنه خالص طبیعي یورانیم دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پولیس اوس پر دې د پوهېدو هڅه کوي چې دغو کسانو یورانیم څنګه پېژندل.
په ورته وخت کې پاکستان ممبۍ کې د اووه کیلو ګرامه یورانیمو په نیول کېدو اندېښنه ښودلې او په دې تړاو یې د جدي څېړنو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند حفیظ چودهري په یوه ټویټ کې لیکلي چې "د اټومي موادو خوندیتوب باید د هر هېواد تر ټولو ستر لومړیتوب وي. دا پېښه باید په ژوره توګه وڅېړل شي."
هند د څېړنو ملي ادارې ویلي اوس یې تمرکز پر دې دی چې مالومه کړي دغو کسانو د دې کچې خالص یورانیم له کومه کړي؟ هغه یې په څه ډول خلکو پلورل؟ او دا چې وړاندې یې هم یورانیم پلورلي که څنګه؟
پولیس وايي د څېړنو په غځېدو سره دا امکان ډېر دی چې راتلونکې ورځو کې نور کسان هم ونیول شي.



















