هند کې د کورونا ناورین؛ د مودي ګوند مهم ایالت کې ټاکنې وبایللې

د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې په هند کې د کورونا وېروس وضعیت لا هم ناورین ته ورته دی، د لومړي وزیر نرېندرا مودي (بي جې پي) ګوند په لوېدیځ بنګال کې مهمې ایالتي ټاکنې بایللې دي.

د ښاغلي‌ مودي ګوند په دې ایالت کې کلک کمپاین کړی و، خو سیاسي مخالفه یې ممتا بنرجي‌ بیا هم وتوانېده چې په واک کې پاتې شي.

لوېدیځ بنګال کې د (بي جې پي) ګوند کمپاین ته په کتو ځينې شنونکي حیران دي چې د لومړي وزیر ګوند هلته ماتې خوړلې.‌

پر لومړي وزیر مودي ان له دې کبله هم نیوکې وشوې چې ګواکې په هېواد کې د کورونا ناورین یې له پامه غورځولی او پر ټاکنیز کمپاین بوخت دی.‌

د هند ګڼو ایالتونو کې په داسې حال کې ټاکنې ترسره کېږي چې په دې هېواد کې له څو ورځو راهیسې د کورونا وېروس مثبتو پېښو او مړینو رېکارډ ماتېږي.‌

د دوشنبې پر ورځ په ټول هند کې د کورونا وېروس څه باندې درې نیم لکه تازه مثبتې پېښې ثبتې شوې او همدا راز نږدې درې نیم زره کسان له دې وبا مړه شول.‌

په هېواد کې ګڼ‌ روغتونونه د کټونو او طبي اکسیجن له سخت کمي سره مخ دي او خلک ان د خپل مړو د خښولو یا سوځولو لپاره ځای نشي‌ موندلی.‌

هند کې تر دې دمه د کورونا وېروس ۱۹ میلیونه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي او شاوخوا ۲ لکه او ۱۸ زره کسان له دې وبا مړه شوي.

ځينې بیا نیوکه کوي چې په دې وضعیت کې د ټاکنو لپاره پراخ او ازاد کمپاینونه هم د دې لامل شوي چې د کورونا وېروس ناورین له کنټروله بهر شي.‌

د لوېدیځ بنګال ټاکنو کې څه وشول؟

د لوېدیخ بنګال ایالتي اسمبلۍ ټولټال ۲۹۴ څوکۍ لري، او د لومړیو پایلو له مخې مشرې وزیرې ممتا بنرجي (ترېنامول کانګرس ګوند) تر ۲۰۰ ډېرې څوکۍ ګټلې دي.

له دې پایلې سره به ممتا بنرجي د درېیم ځل لپاره د لوېدیځ بنګال مشره وزیره شي.‌ نوموړې دا مهال په هند کې یوازینۍ مشره وزیره ده.‌

اغلې بنرجي له خپلې بریا وروسته وویل، لوېدیځ بنګال په دې پایلې سره ټول هند ژغورلی او له کورونا وېروس سره مبارزه به د نوموړې کاري لومړیتوب وي.‌

که څه هم ګوند یې لوېدیځ‌ بنګال کې ټاکنې ګټلې دي، خو پخپله ممتا بنرجي د نانديګرام سیمې څوکۍ د (بي‌ جې پي) ګوند سیال ته وبایلله.‌

اغلې بنرجي‌ ویلي چې د دې پایلې پر ضد به محکمې ته عریضه کوي، خو که غواړي چې مشره وزیر پاتې شي نو ښایي اړه شي چې پر کومه څوکۍ له سره سیالي وکړي.‌

لویدیځ‌ بنګال ایالت ۹۰ میلیونه نفوس لري‌ او له دې کبله سیاسي اهمیت لري چې واکمن (بي جې پي) ګوند په کې هېڅکله واکمني نه ده کړې.

که څه (بي‌ جې پي) ګوند هلته واک ته نه دی رسېدلی،‌ خو بیا یې هم دې ټاکنو کې ۸۰ څوکۍ ګټلې دي او ایالتي اسمبلۍ کې به تر ټولو لوی اپوزیسیون ګوند وي.‌