تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا او بریتانیا له ایران سره د بندیانو د تبادلې رپوټونه رد کړل
د امریکا او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارتونو هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې دې دواړو هېوادونو له ایران سره د یو شمېر زندانیانو پر تباده هوکړه کړې ده.
د یکشنبې پر ورځ د لبنان المیادین په نامه عربي ژبې تلویزیون خبر ورکړ چې ایران او امریکا د خپلو یو شمېر زندانیانو پر تبادلې هوکړه کړې ده.
یاد تلویزون همدا راز ویلي، امریکا به د ايران اووه میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني هم ازادوي.
د 'ایران' ورځپاڼې په ټيلیګرام کانال کې هم دا خبر خپور شوی او وایي، د هوکړې له مخې به هغه ۴ امریکایان چې ایران کې د جاسوسۍ په تور بندي دي، خوشې کېږي.
خو اوس د امریکا او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارتونو په دې اړه له ایران سره د کومې هوکړې رپوټونه رد کړي دي.
ایراني رسنیو کې څه راغلي وو؟
دامریکا او بریتانیا له تردید وړاندې د 'ایران 'ورځپاڼې خپل ټیلیګرام کانال کې لیکلي وو چې ایران کې د څلورو زنداني امریکایانو په بدل کې به په امریکا کې ۴ تنه ایراني زندانیان خوشي کېږي.
دغې ورځپاڼې موضوع کې د ښکېلو سرچینو له قوله ویلي: "د امریکا کانګرس پر ولسمشر بایډن فشار ډېر کړی چې باید دایران قضیه کې پرمختګ وشي. امریکایان چمتو شوي چې د ایران ۷ میلیارده ډالر کنګل شوې شتمني هم ازاده کړي او د ۴ تنو امریکایانو په بدل کې ۴ تنه ایراني وګړي خوشي کړي".
"له بریتانیا سره هم ورته معامله روانه ده"
په رپوټ کې همدا راز راغلي چې ایران له بریتانیا سره هم د یوې ورته معاملې لپاره خبرې کړې دي.
د سرچینو په وینا، له بریتانیا سره د هوکړې له مخې ښایي ایران کې زنداني بریتانوۍ نازنین زاغري خوشي شي، او بدل کې به یې بریتانیا د ایران ۴۰۰ میلیونه پاونډه کنګل شوې شتمني ازادوي.
خو بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي یکشنبه ناوخته دا رپوټونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې په دې اړه یې د حکومت دریځ نه دی بدل شي او دوی له قانوني لارې د اغلې زاغري راخلاصولو هڅې کوي.
اغلې زاغري ایران کې د جاسوسۍ په تور زنداني وه او همدا څه موده مخکې خوشي شوه. خو اوس نوموړې په یوه جلا قضیه کې یو ځل بیا نیول شوې او د یو کال لپاره پرې له ایرانه بهر د سفر بندیز لګول شوی.
ایرانۍ نژاده نازنین زاغري د نړۍ په کچه یوه تر ټولو پېژندل شوې سیاسي زندانۍ ده چې ایراني چارواکو د 'امنیتي دلایلو' پر بنسټ نیولې وه.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامېنېک راب د یکشنبې پر ورځ وویل، له اغلې زاغري سره د ایراني حکومت چلن یوه شکنجه ده.