افغانستان کې د کورونا درېيمه څپه تائید شوه؛ پاکستان د 'پیاده ور تلونکو' پر مخ پولې تړي

د خپرېدو وخت

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي دغه هېواد کې د کرونا وېروس درېیمه څپه تشخیص شوې ده. د دغه وزارت چارواکو ویلي دا نوې څپه له ختیځ څخه لوېدیځ ته د حرکت په حال کې ده او تر ټولو زیاتې پېښې یې په ننګرهار، لغمان، کندهار، کابل، هرات او نیمروز او کمې په خوست ولایت کې ثبت شوې دي.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني د کورونا د درېیمې څپي د ښه مدیریت لپاره د شنبې پر ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې امریکا او اروپا کې له یو شمېر مېشتو افغان روغتیايي متخصصانو سره مشورتي غونډه ترسره کړې ده.

په دې تړاو شنبه د ارګ لخوا خپره شوې اعلامیه وايي: "په دې مشورتي غونډه کې د کرونا له دریمې څپې سره د مبارزې، د واکسین د تطبیق، د اکسیجن رسولو او د روغتونونو د تجهیز په برخه کې پر لازیاتې همغږۍ بحث او خبرې وشوې.‎"

ولسمشر غني دې مشورتي غونډې کې پر دې ټینګار کړی چې د اکسیجن د کمښت ستونزه باید حل شي او د واکسین او اکسیجن تطبیق باید اولویت بندي او زیانمنو شویو برخو ته لومړیتوب ورکول شي."

له دې سره هممهاله د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح هم د بین السکتوري ادارو له چارواکو سره کتلي او له هغوي یې غوښتي چې دغه وزارت سره همغږي ډېر کړي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د ښاغلي مجروح په حواله ویل شوي: "د کورونا ویروس د درېیمې څپې ر وړاندې د مبارزې پلان د اړونده ادارو سره په همغږۍ کې چمتو شوی."

پاکستان افغان سره د پلي تګ راتګ لارې تړي

بل لور ته په پاکستان کې د کورونا وبا د مخنیوي او څار ادارې اعلان کړی چې د مثبتو پېښو د زیاتوالي له امله له افغانستان او ایران سره خپلې پولې د ورتلونکو پياده مساپرو لپاره د می له پنځمې بیاتر شلمې نېټې پورې تړي.

دغه اداره وايي، په همدې موده کې به بیا هم یادې پولې په دواړو هیوادونو کې د پاتې پاکستانيو وګړیو او جدي ناروغانو لپاره خلاسې وي.

په پاکستان کې د کورونا وبا د مخنیوي او څار ادارې د خبرپاڼې له مخې له دواړو هیوادونو سره به يې یادې پولې د سوداګرۍ لپاره هم شپه او ورځ خلاسې وي.

پاکستان دغه اعلان تر هغه وروسته کوي، چې هلته د کورونا مثبتې پېښې او له کوويډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر تر بل هروخت زیات شوی. پاکستاني چارواکي وايي، په ځينو سیمو کې يې د برازیل او سویلي افریقې د کورونا نوي ویروس هم موندل شوي دي.

چارواکي زیاتوي، وېره شته، چې د اختر په شپو کې بیا هم د کورونا پېښې نورې زیاتې شي، نو ځکه دوی یې د مخنیوي لپاره د می له اتمې بیا تر شپاړسمې پورې د ښارونو ترمنځ د مساپر ګاډو پر تګ راتګ به هم بندیز لګوي.

هند کې یو ځل بیا د ورځنیو مړینو نوی رېکارډ

په هند کې بیا کوویډ-۱۹ ناروغۍ د تېرو څلېروشت ساعتونو پر مهال تر بلې هرې ورځې ډېر کسان مړه کړي دي.

رپوټونه وايي تېره ورځ یاد هېواد کې تر ۳۲۹ زره ډېر نور کسان په کورونا وېرس اخته او ۳ زره ۷۰۰ کسان له کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

دا ارقام که څه هم ښيي چې هند تېره ورځ د کورونا وېروس له کبله د مړینو نوی ریکارډ جوړ کړی، خو د مثبتو پېښو شمېر پکې بیا د تېرو څو ورځو پرتله یو څه ټیټ دی.

هند تر دې یوه ورځ وړاندې (جمعه) د کورونا وېروس د څه باندې ۴۰۰ زرو نویو پېښې د ثبتېدو خبر ورکړی و.

دا د کورونا وبا له پیل راهیسې لومړی ځل و چې په یوه ورځ یو هېواد کې د کورونا دومره پېښې ثبتېږي.

له دې سره هندي رسنۍ وايي د دغه هېواد لومړی وزیر نرېندرا مودي نن سهار د روغتیا د وزیر په ګډون له خپلو جګپوړو چارواکو سره پر وضعیت خبرې کړې دي.

هند د کورونا د دویمې مرګونې څپې له کبله تر سخت فشار لاندې دی او روغتونونه یې د امکاناتو له کمښت سره مخامخ دي.

د هند حکومت د روان کال پیل کې داسې انګېرله چې ګوندې کورونا وبا یې کنټرول کړې ده.

د فبرورۍ میاشتې تر نیمايي هند کې د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر له ۱۱ زرو ټیټ شوی او د روغتیا وزیر ویلي و چې هند کې "د کورونا لوبه" په پای ته رسېدو ده.

دغه هېواد کې د میلیونونو کسانو په ګډون د دیوالي او کومب مذهبي مراسم او ټاکنې هم ترسره شوې. تر دې وروسته هند کې د کورونا وبا د خپرېدو لړۍ یو ځل بیا چټکه او د نویو مثبتو پېښو شمېر لوړ شو.