تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا: د پاکستان پنجاب کې پر اعتکاف او د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې د شپې لخوا پر ګرځېدو بندیز لګېدلی
د پاکستان پنجاب ایالت اوقافو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، د روژې میاشتې وروستیو لسو ورځو کې په جوماتونو کې د اعتکاف اجازه نه ورکول کېږي. چارواکي وايي، پر اعتکاف بندیز د کورونا وبا خپرېدو اندېښنې له کبله لګول شوی دی.
ایالتي چارواکي وايي، له پنځوسو کلونو د پورته عمر لرونکي کسان کولای شي د شناختي کارت یا پېژندپاڼې په ښوولو سره د کورونا ضد واکسین ولګوي. چارواکي وايي، د کورونا ضد واکسین لپاره له څلوېښتو کالو د پورته عمر لرونکو کسانو د نومونو ثبتولو بهیر یې پیل کړی دی.
د روغتیا ځايي ادارې مسوولینو په وینا له پنځوس کلنۍ د لوړ عمر هغو کسانو ته کورونو ته واکسین وروړل کېږي، چې معلول دي او یا تګ راتګ نه شي کولای. د پنجاب اعلی وزیر عثمان بزدار وايي، د وبا مخنیوي لپاره د پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور کې د دوو ورځو لپاره قرنطین پلي کېږي.
ښاغلی بزدار د لاهور له اوسېدونکو وغوښتل چې له اړتیا پرته له کورونو بهر نه شي. نوموړی وايي، د ایالت نورو ښارونو د وضعیت حال اخیستل کېږي او په رڼا کې به یې د راتلونکي لپاره پلان چمتو شي.
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ګرځبندیز
بل لور ته د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې چارواکو د کورونا وبا مخنیوي لپاره د شپې لخوا پر تګ راتګ بشپړ بندیز لګولی دی. په کشمیر کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ادارې مسوولین وايي، د ماخوستن له اتو بجو به د ګهیځ تر اووه بجې پورې پر ګرځېدو راګرځېدو بشپړ بندیز لګېدلی وی.
هند په نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې په یوه ورځ کې د کوویډ - ۱۹ څلور سوه زره 'څلور لکه ' نویو ناروغانو نومونه پکې ثبت شوي دي. بل لور ته په دغه هېواد کې د کورونا ضد واکسین ورکولو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د ۳۵۲۳ مړینو رپوټ ورکړل شوی، خو ویل کېږي ښايي د مړینې شمېر له دې ډېر وي، ځکه ډېری مړینې رسماً نه رپوټ کېږي.
بل لور ته اوس ټول بالغ هندیان کولای شي کورونا ضد واکسین تر لاسه کړي، خو ځینې ایالتونو کې چارواکي وايي، دوی ته واکسین نه دي رسېدلي چې دا بهیر پیل کړي.
له دې مخکې هند حکومت له ۴۵ کلنۍ پورته کسانو او هغه کارکوونکو ته واکسین ورکول چې له مهمو ورځنیو چارو سره سروکار لري.
د کورنا له دویمې زورورې څپې سره هممهاله په هند کې روغتیايي نظام خورا ډېر ګډوډ شو، په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره ځای کم شو او د طبي اکسیجن سخت کموالی ولیدل شو.
تر اوسه د واکسین ۱۵۰ میلیونه خوراکه ورکړل شوي چې د هند یو اعشاریه درې بیلیونه نفوس ۱۱ اعشاریه پنځه سلنه کسانو ته رسېدلي دي.
سره له دې چې هند په نړۍ کې د واکسینو تر ټولو لوی چمتو کوونکی هېواد دی، خو په هېواد کې دننه د واکسین له کموالي سره مخامخ دی او د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره یې په موقت ډول د استرازینیکا واکسین پر صادرولو بندیز ولګولو.
د ۱۸ کلنۍ او ۴۵ کلنۍ تر منځ عمر ۱۳ میلیونه کسانو د واکسین اخیستو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي، خو د مرکزي مدهیه پردېش او مهاراشټر ایالت په ګډون چې سخت کورونا ځپلی ځايي چارواکو ویلي، د واکسین کموالي له کبله له پروګرام سره سم د واکسین پروګرام نه پیلوي.
د هندي پلازمېنه ډیلي اعلی وزیر اروند کجریوال خلکو ته ویلي، د واکسین لپاره دي کتارونه نه جوړوي، ځکه په وینا یې تر اوسه یې واکسین نه دي ترلاسه کړي.
ماهرین وايي، هند حکومت باید هغو سیمو کې د واکسین لړۍ چټکه کړي چې وېروس پکې په چټکۍ خپرېږي او دغه راز هغو پنځو ایالتونو کې دغه لړۍ ګړندۍ کړي چې ټاکنې پکې وشوې.