د قرغیزستان او تاجکستان تر منځ د اوبو پر سر خونړۍ نښته شوې

د خپرېدو وخت

د قرغیزستان او تاجکستان تر منځ د پولې په سیمه کې د اوبو پر سر نښته کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، د دې پېښې له کبله نژدې ۱۰ زره کسان له خپل کور، کلي تښتېدلي دي.

شخړه هغه مهال پیل شوه، چې د اوبو سرچینو څار لپاره امنیتي کمرې ولګول شوې او له دواړو لوریو خلکو پر یوه بل د ډبرو ګوزارونه وکړل.

وروسته پر اوربند او د پوځیانو پر شاتګ هوکړه وشوه، خو بیا هم د خال - خال ډزو غږونه اورېدل کېدل.

د مرکژوبلې شمېرې د قرغیزستان له لوري اخیستل شوې او د تاجکستان لور ته د اوښتي زیان رسمي معلومات نه دي ترلاسه شوي.

هغه لور ته د ځايي رسنیو په رپوټونو کې بیا ویل شوي چې ۱۰ کسان مړه شوي او ۹۰ ټپیان دي.

پر خواله رسنیو کې ځینې ودانۍ لیدل کېږي چې اور پرې لګېدلی دی.

هغه ځای چې پر سر یې شخړه شوې، د قرغیزستان باتکین سیمې ته څېرمه ده.

د دغې سیمې والي وايي، دواړو لوریو هوکړه کړې وه چې امنیتي کمرې به لېرې کوي، خو وروسته تاجکستان لوري انکار وکړ.

رپوټونو کې ویل شوي، پوله ساتي ځواکونه په چټکۍ سره پېښه کې ښکېل شول او پر پنجشنبه له دواړو لوریو پوځيانو هم پر یوه بل ډزې وکړې، خو وروسته اوربند اعلان شو.

په باتکین سیمه کې د پولیسو یوه استازي اې ایف پي خبري اژانس ته د ټیلیفون له لارې ویلي، کرۍ شپه ډزې کېدې، خو په وینا یې ''سختې نه وې ''. د نوموړي په وینا ''پوځي ډلګیو او ملکي خلکو ''پر یوه بل ډزې کړې.

۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د مرکزي اسیا دې دواړو هېوادونو خپلواکي ترلاسه کړه، خو د دوی تر منځ د خپلمنځي پولو کمزوري حدبندي په تېر کې هم د شخړو او ناندریو لامل شوې.