فایزر واکسین "لومړیو ۶ میاشتو کې په کورونا د اخته کېدو د ۹۱ سلنه پېښو مخه نیولې"

د خپرېدو وخت

د کورونا واکسین جوړوونکی فایزر شرکت وايي څېړنې یې ښيي چې د دغه واکسین له لګېدو وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې په کورنا د اخته کېدو پېښې ۹۱ سلنه کمې شوې دي.

یوه جلا څېړنه ښيي چې د دغه واکسین دواړه ډوزه ان په ۸۰ او ۹۰ کلنو خلکو کې هم د پام وړ اندازې خوندیتوب لامل ګرځي.

خو څېړنې دا هم ښيي چې د هرو سلو واکسین شویو کسانو له ډلې یوازې په ۶۳ کې د "ټي" په نوم سلولونه یا ژونکې چې د اوږدې مودې لپاره د دغه خوندیتوب په ساتلو کې مرسته کوي، تولید شوي دي.

له همدې کبله دا مهمه پوښتنه چې د کورونا واکسین خوندیتوب د څومره مودې لپاره دوام کوي، لا تر اوسه سمه نه ده ځواب شوې.

فایزر د ۴۶ زره کسانو اړوند مالومات چې په داوطلب ډول یې د دغه شرکت د واکسین په اصلي ازمیښت کې برخه اخیستي وه، د دویم ډوز له لګولو شپږ میاشتې وروسته ارزولي دي.

دغه شرکت همدا راز په سویلي افریقا کې هم د ۸۰۰ داوطلبو اړوند مالومات څېړلي او دې پایلې ته رسېدلی چې واکسین یې په همدې اندازه د کورونا د چټکې بڼې پر وړاندې هم ګټور دی.

لابراتواري څېړنو ښودله چې د کورونا د چټکې بڼې پر وړاندې د دغه واکسین له کبله د تولید شوي خوندیتوب ګټورتیا کمه ده.

د فایزر شرکت رییس او اجرايي مدیر البرټ بورلا وايي: " د دویم ډوز له لګولو وروسته تر شپږو میاشتو سویلي افریقا کې د موندل شوې بڼې پر وړاندې د واکسین لوړ اغیز، زموږ پر واکسین پر عمومي ګټورتیا د باور لامل ګرځي."

د اکسفورډ-اسټرازېنېکا په ګډون د کورونا د ټولو واکسینونو په تړاو ورته اوږدمهاله څېړنه روانه ده، خو فایزر لومړنی واکسین دی چې رپوټ یې خپرېږي.

برازیلۍ چټکه بڼه

په ورته وخت کې د برمنګهم پوهنتون جلا څېړونو کې دا ارزول شوې چې د ۸۰ او ۹۶ کلونو ترمنځ د سلو داوطلبو د خوندیتابه سیستم کې څه بدلون راغلی دی.

د دغو کسانو وینه کې د لوړې کچې خوندیتوب نښې موندل شوې چې د کورونا لومړنی وېروس په اغیزمنتیا سره له پښو غورځولی شي.

که څه هم د برازیل د چټکې بڼې پر وړاندې د دغه خوندیتوب اغېز لږ څه کم دی، خو څېړونکي ډاډمن دي چې د فایزر په وسیله واکسین شوي کسان د کورونا د برازیلۍ بڼې پر وړاندې هم خوندي دي، ځکه وجود کې یې د رامنځ ته شوي خوندیتوب کچه ډېره لوړه ده.

خو په ورته وخت کې د دغه عمر خلکو له هرو سلو یوازې په ۶۳ کسانو کې د موندنې وړ "ټي" سلول یا حجرې تولید شوې دي.

د دغو څېړونکو له ډلې ډاکتره هلن پېري وايي: "مالومه نه ده چې دا د خوندیتابه د رامنځ ته کېدو له اړخه اوږد مهال کې څه اغېزې لري."

"ټي" ژونکې یا حجرې د انسان د بدن هغه ژونکې له منځه وړلی شي چې کورونا وېروس پټې کړې او د دغه وېروس د تکثیر په مرکزونو اوښتې دي.

دا ژونکې همدا راز بدن کې د اوږدې مودې لپاره د خوندیتابه له ساتل کېدو سره هم مرسته کوي.

یو بل څېړونکی پوهاند پال ماس وايي: "دا هغه څه دي چې له نږدې به یې تر نظر لاندې وساتو."