فیسبوک د ډونلډ ټرمپ پر 'غږ خپرېدو' بندیز ولګاوه

ټرمپ

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

فیسبوک د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونلډ ترمپ د مرکې یوه ویډیو لرې کړې چې د نوموړي د نږور لارا ټرمپ پر فیسبوکپاڼه خپره شوې ده.

د خواله رسنیو دغه مخکښ پلټفارم تېره جنورۍ واشنګټن کې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ښاغلي ټرمپ د پلویانو له چپاو وروسته پر هغه بندیز لګولی دی.

لارا ټرمپ چې تازه یې فاکس نیوز سره همکاري پیل کړې، ډونلډ ټرمپ سره پر مختلفو مسلو غږېدلې او د دې مرکې ویډیو یې پر خپله فیسبوکپاڼه خپره کړې وه.

هغې د دې مرکې له لرې کېدو وروسته د فیسبوک لخوا د ور استول شوي برېښنالیک یو سکرین شاټ خپور کړی دی چې پر ښاغلي ټرمپ د بندیز خبرداری پکې ورکړ شوی دی.

د "کاتلین" په دغه استول شوي بریښنالیک کې راغلي: "زموږ لخوا د ډونلډ ټرمپ پر فیسبوک او انسټاګرام حسابونو د لګول شوي بندیز په لړ کې، د ډونلډ ترمپ په غږ کې هر ډول خپریدونکي توکي لرې کېږي او په (خپرونکي حساب) د اضافي محدودیت لامل ګرځي."

لارا ټرمپ چې د ډونلډ ټرمپ زوی 'اېرک' ته واده ده، له ډونلډ ټرمپ سره مرکه پر خپله انلاین شو 'دې رایټ ویو' خپرونې په ویډیويي پلټفارم 'رمبل' خپره او له خپلې فېسبوک پاڼې سره لېنک کړې وه.

د فیسبوک لخوا د څار او ارزونې لپاره نوی جوړ شوی بورډ د کانګرس پر ودانۍ له برید یوه ورځ وروسته (جنورۍ په ۷مه) د ډونلډ ټرمپ د فېسبوک د تړل کېدو د پرېکړې په ارزونه بوخت دی.

دغه بورډ د لانجمنو پرېکړو د تصمیم نیولو لپاره جوړ شوی دی.

د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ هغه مهال د دغه بندیز په ملاتړ او دفاع کې ویلي و: "زموږ په باور دا مهال د دې خطر ډېر ستر دی چې ولسمشر ته دې زموږ د خدماتو د کارولو د دوام اجازره ورکړ شي."

پر ډونلډ ټرمپ دا راز ټویټر او یوټیوب کې هم بندیز لګول شوی و.