سرچیني: ولسمشر غني ترکیې ناسته کې د "تر وخت مخکې ټاکنو" طرحه اعلانوي

د خپرېدو وخت

افغان حکومت کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني په پام کې لري چې له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي لپاره له وخت وړاندې د ټاکنو وړاندیز وکړي.‌

تمه کېږي‌ چې ولسمشر غني به دا وړاندیز د افغان سولې په اړه د ترکیې راتلونکې ناسته کې اعلان کړي.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، د ولسمشر غني د وړاندیز له مخې به لومړی د شپږو میاشتو لپاره اوربند کېږي او له هغه وروسته به له وخته وړاندې ټاکنې کېږي.

سرچینه وايي، افغان دولت نه غواړي چې دا ټاکنې په خپله وکړي‌ او د ټاکنو کمېسیون تشکیل په اړه هم مذاکره کېدای شي. د سرچینې په وینا د دې طرحې عمومي اډانه چمتو شوې خو نور جزیات یې تر کار لاندې دي.

طالبانو افغانستان کې تر وخت مخکې ټاکنو موضوع ته په غبرګون کې ویلي، د اوس لپاره دا ډله ترکیه کې د سولې د ناستې په اړه سلا مشورې کوي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ویلي، د ترکیې ناستې په اړه له پرېکړې وروسته به د نورو موضوعاتو په اړه هم بحث کېږي.

په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس هم د ځینو افغان چارواکو له قوله ویلي چې ولسمشر غني به له وخته مخکې ټاکنو وړاندیز د استانبول په غونډه کې وکړي.

دې سرچینو رویټرز ته ویلي وو چې دا طرحه د امریکا له خوا د وړاندې شوې طرحې په ځواب کې چمتو شوې،‌ ځکه ولسمشر غني د واشنګټن طرحې سره مخالفت لري.‌

د امریکا له خوا د وړاندې شوې طرحې له مخې به منځمهالی حکومت رامنځته کېږي،‌ خو سرچینو ویلي چې ولسمشر غني د لنډمهالي‌ حکومت پر ځای تر وخت مخکې ټاکنې غوره بولي.

د ولسمشر غني دا طرحه داسې مهال په ډاګه کېږي چې ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې په استانبول کې د افغان سولې لپاره یوه غونډه جوړه شي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ویلي د ترکیې غونډې په اړه دوی غور کوي او د ګډون په اړه یې لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

تر وخت مخکې ټاکنو ته د حنیف اتمر اشاره

بله خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر چې اوس هند ته په سفر تللی یوې غونډې ته ویلي، افغان ولسمشر چمتو دی چې له وخت وړاندې ټاکنې وکړي او دا ټاکنې به د نړیوالې ټولنې تر څار ترسره کېږي. نوموړي ویلي:

"زموږ ولسمشر یو زړور وړاندیز کړی او هغه دا چې که طالبان د افغان دولت د سیاسي لید لوري سره سم له هغه لید لوري سره سم چې ما مخکې بیان کړاو د افغانانو لپاره د منلو وړ سیاسي جوړ جاړی د واک او مسؤولیت د لېږد د یوې مشروعې وسیلې په توګه ټاکنې ومني نو دی چمتو دی چې له وخته وړاندې ټاکنې وکړي. دا ټاکنې به د نړیوالې ټولنې تر څار او ادارې لاندې وي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نوي ډیلي د ښاغلي اتمر سفر د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځته کولو لړ کې ترسره کیږي. د دې وزارت یوه بیان کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر او د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دوال نن سې شنبه په نوي ډیلي کتلي او د افغانستان سولې پروسه کې په وروستيو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په امنیتي او اقتصادي همکاریو خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت بیان کې ویل شوي چې له ښاغلي دوال سره د سولې روانو خبرو د بریا لپاره د افغان دولت پر طرحې هم خبرې وشوې.

د هند له ملي امنیت سلاکار سره له لیدنې وړاندې ښاغلي اتمر له خپل هندي انډول اېس جې شنکر سره هم پر افغان سوله او امنیت غږیدلی.

ښاغلي اتمر وویل چې د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې او د آسیا زړه غونډو کې به برخه اخلي چې په نږدې راتلونکې کې د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې جوړیږي.