تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سپینه ماڼۍ: ایران سره غېرمستقیمې خبرې روانې دي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سالیون وایي که څه هم د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي تړون په اړه نیغ په نیغه خبرې نه دي شوې خو واشنګټن په غېرمستقیم ډول او د یو شمېر اروپایي ملګرو او نورو ادرسونو له لارې تهران سره په اړیکه کې دی.
ښاغلي سالیون د جمعې پر ورځ وویل سپینې ماڼۍ د دغو غیر مستقیمو خبرو له لارې ایران ته "خپل دریځ وړاندې کړی او په تمه دی چې تهران څه کوي".
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو دې نیوکې ته هم غبرګون وښود چې ګواکې د بایډن اداره ایران سره عراق کې د کمزوري دریځ له مخې چلند کوي.
هغه زیاته کړه: "مونږ د خپلو موخو او په دې لټه کې یو چې د ایران اټومي لانجه د دیپلوماسۍ له لارې حل کړو".
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: اټومي تړون ته ورګرځېدل د یوې بټې د وهلو په څېر ساده نه دي
له دې سره همهاله د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د کانګرس د غړو له لوري تر فشارونو لاندې دی چې له ایران سره د اټومي لانجې د حل لپاره د واشنګټن د چلن په تړاو وضاحت ورکړي.
د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن د تېر کال په ټاکنو کې له دې ژمنې سره ګډون وکړ چې امریکا به د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ لاسلیک شوي اټومي تړون ته ور ګرځوي خو سپېنې ماڼۍ ته تر تګ وروسته یې دا چاره په دې پورې تړلې چې لومړی باید ایران د اټومي تړون ټولو ژمنو باندې عمل وکړي.
د امریکا د استازو جرګې غړې ایلهان عمر تېره ورځ له انتوني بلېنکن سره د دې جرګې د نړیوالو اړیکو کمېټې په جلسه کې پوښتنه وکړه چې: "ګواکې مونږ (امریکا) لومړی له دغه تړون نه وو وتلي نو ولې باید لومړی مونږ بېرته ورونه ګرځو.... او دا چې څنګه له ایران تمه کېدای شي چې زمونږ له ورګرځېدو وړاندې دغه تړون عملي کړي؟"
ښاغلي بلېنکن د دې پوښتې په ځواب کې وویل: "په ځلونو مو ویلي په دغه برخه کې دیپلوماسۍ ته لېوال یو او لکه څنګه چې ولسمشر بایډن ویلي که هغوی راوګرځي مونږ هم ورګرځو. خو تړون ته زمونږ ورګرځېدل د یوې بټې د وهلو په څېر ساده او دومره اسانه پروسه نه ده."
هغه زیاته کړې چې "زمونږ له وتلو درې کاله تېر شوي او په دې موده کې ډېرې پېښې رامنځته شوې او له دغو پېښو یوه دا هم ده چې ایران له خپلو ژمنو واټن اخیستی."
ولسمشر بایډن میاشت مخکې اعلان وکړ چې دولت یې د ایران د اټومي تړون له نورو اړخونو سره خبرو ته چمتو دی خو ایران دا وړاندیز رد کړ او ټینګار کوي چې امریکا باید لومړی پر دوی لګول شوي بندیزنه پورته کړي.