تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حزب الله د نشهيي توکو نړیوال کاروبار کې لاس لرل رد کړي
په داسې حال کې چې ایټالیايي چارواکو ویلي، د تېر کال جولای کې یې د نشه يي توکو (میټامفتامین) یوه ۱۴ ټنه ټولګه نیولې ده چې د سوریې لاذقیه بندر یې اصلي سرچینه او تر شا یې د لبنان حزب الله ډله وه.
لبنان کې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله د میټامفتامین تولید کې د خپلې ډلې ښکېلتیا رد کړې ده.
د حسن نصرالله له ډلې سره د ایران ملاتړ دی او د سوریې د واکمن نظام له متحدینو ګڼل کېږي.
حسن نصرالله ویلي: "موږ له ایټالیايي چارواکو سره ددغې محمولې د سرچینې په اړه بحث او اړیکه کې یو. دا تورونه بې ځایه دي. برعکس، دوی د اسلامي دولت (داعش)، د ایټالیا او روسیې د مافیا او نورو جرمي شبکو په لټه کې دي".
دی وايي، حزب الله د لوېدیځ د "جعلي خبرونو" او "تبلیغاتو" قرباني شوې ډله ده.
د اسراییلو پولیسو اسراییلو ته د چرسو قاچاق کې حزب الله ډله ښکېله بولي. لبنان د چرسو د دانو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی.
دا بوټی په ښکاره د حزب الله ډلې تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږي.
په ایټالیا کې کشف شوې محموله کې ۸۵ میلیون کاپتاګان نشه يي ګولۍ دي، چې په کاغذونو کې ځای پرځای شوې وې او د ایټالیا سالرنو بندر کې ونیول شوې.
په نیول شویو نشه يي توکو کې چرس هم شته چې له سوریې راوړل شوي او ایټالیايي چارواکو په تېره ډیسمبر میاشت کې وسوځول.
د ایټالیا د مالي جرمونو د مبارزې برخې ویلي، ددغو نشه يي ګولیو ارزښت یو میلیارد یورو اټکل شوی، چې "اسلامي دولت" (داعش) ډلې تولید کړي دي.
بل خوا ویل کېږي چې دا تولید شوي توکي. سوریه کې د بشار الاسد تر واک لاندې سیمو کارخونو کې تولید شوي
کاپتاګان ګولۍ لبنان کې په ناقانونه ډول تولېږي.
کاپتاګان یو ډول درمل هم دي چې جنګیالي یې په جګړه ځپلو سیمو کې په پراخه کچه کاروي چې د جګړې په ډګر کې د جنګیالیو د وېرې مخه نیسي او د انسان هوښ زیاتوي.
په عربي نړۍ کې هم د دغو درملو کارول ډېر شوي دي، چې بېلګې یې په عربستان، کویت او اردن کې هم موندل شوې دي.
یوازې تېره نومبر کې مصر کې له چرسو سره یوځای د کاپتاګان ګولیو درې ټولګې ونیول شوې چې له سوریې وړل شوي وو.