تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران سراوان کې د پولیسو او اعتراض کوونکو نښته؛ لس کسان وژل شوي
د ایران په سیستان بلوچستان په سروان ښار کې اعتراض کوونکو د پولیسو په قومندانۍ چپاو ور وړی. ویل کېږي د امنیتي ځواکونو ډزو کې لس کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
په سیستان بلوچستان کې د بشري حقونو د څار بنسټونو ویلي دغو خلکو د امنیتي ځواکونو لخوا تېره ورځ د سراوان په سرحدي سیمه کې پر موټر چلوونکو او د تېلو په لېږدوونکو د برید او ډزو په غبرګون کې اعتراض کړی دی.
د دې پېښې خلاف د خلکو د ننني اعتراض ویډیوګانې چې د سراوان ښار په امنیه قومندانۍ د خلکو د چپاو تصویرونه هم پکې دي، پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي او بي بي سي ته هم رسېدلي، خو رسمي سرچینو تر دې دمه د دغو نښتو او په هغو کې د خلکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو جزیات نه دي خپاره کړي.
د امنیتي ځواکونو د تېرې ورځې په ډزو کې د ځینو ټپي او احتمالي وژل شویو کسانو تصویرونه سیستان بلوچستان کې بلوڅ فعالانو خپاره کړي دي.
د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک او احتمال ښودل شوی چې د پېښې د قربانیانو شمېر لوړ شي.
ویل کېږي تر دې پېښې وروسته سیمې ته د تګ راتګ لارې او دا راز تلېفوني او انټرنیټې اړیکې هم پرې شوې او دغه کار کره جزیاتو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
د بلوڅ فعالانو د کمپاین مدیر عبدالله عارف وايي امنیتي ځواکونو تر هغې وروسته د تېلو د لېږدونکو موټرو په چلوونکو ډزې وکړې چې هغوی د سرحدي لارې د تړل کېدو له کبله اعتراض پیل کړ.
له تېرې ورځې ټاکلې وه چې د قربانیانو کورنۍ به د قومندانۍ مخې ته راټولېږي. ګڼ نور خلک هم له دوی سره په ملاتړ نني اعتراض کې راټول شوي وو.
وروستي راپورونه وايي سراوان کې وضعیت ترینګلی دی او امنیتي ځواکونه له معترضانو سره مخامخ دي.