امریکا له ایران سره د ۱+۵ ډلې ناسته کې ګډون ته تیاری وښود

ایران
د خپرېدو وخت

امریکا وايي، له ایران سره د اټومي تړون د ډيپلوماټيکې حل لارې لپاره تیاره ده چې د دغه هېواد او ۱+۵ غونډه کې ګډون لپاره د اروپايي ټولنې بلنه ومني.

تر دې مخکې د امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني بهرنیو چارو وزیرانو په ګډ بیان کې ایران ته خبرداری ورکړ چې د اړوند پروتکل د ځنډولو او د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس پلټونکو د لاسرسي محدودلو "خطرناک" ګام پایلې هم په پام کې ونیسي.

انټوني بلېنکن، ډومینیک راب، جان ایو لودریان او هایکو ماس د پنجشنبې په ورځ له پرلیکه ناستې وروسته یوه بیان کې له ایران وغوښتل چې د اټومي تړون ټولو ژمنو باندې ودرېږي.

دوی د اټومي تړون اړوند پروتکل ځنډول او پام وړ بټیو ته د اټومي انرژۍ اژانس د پلټونکي مخنیوي خطرناک وباله او له ایران یې وغوښتل چې "بدې پایلې" یې هم پام کې ونیسی.

امریکا او ملګرو یې ایران کې د انساني حقونو پر سخته خلاف ورزۍ ژوره اندېښنه وښوده او له ایران یې وغوښتل چې د دوی دوه تابعیته بندي وګړي خوشي کړي.

امریکا او درې اروپايي هېوادونو تر ۲۰ سلنه د یورانیم بډایلو او د یورانیم وروستي فلز د تولید په هکله د ایران د وروستیو هڅو په هکله هم ګډه اندېښنه وښوده:

"دا چارې باوري ولسي توجیه نه لري، د یورانیم فلز تولیدول د اټومي وسلې تولید لپاره یو بنسټیز ګام دی."

خو ایران تل وايي، اټومي پروګرام یې سوله ییز دی.

د امریکا تیاری

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

دې ناسته پسې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وویل، متحده ایالتونه د ډيپلوماټیکې لارې موندلو لپاره د ایران او ۱+۵ ناسته کې د ګډون لپاره د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسوول بلنه مني.

تر دې مخکې د اروپايي ټولنې سیاسي مدیر انریکه مورا خپل ټوېټر کې ولیکل: "د ایران او امریکا د ګډون لپاره یې نارسمي لیدنې وړاندیز کړی دی. "

د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي فرانس خبري اژانس ته له نوم پرته ویلي، د جو بایډن حکومت دا ګام ښه پال بولي او دا لیدنه د اټومي تړون د ژوندي کولو او پیاوړتیا "د اوږدې لارې" پیل ګڼي.

هغه دا هم وویل، که ایران دې ناسته کې له ګډون ډډه وکړي، نو له دې دریځ سره یې ټکر دی چې که امریکا تړون ته ستنه شي موږ هم ستنېږو.

ایران څه وايي؟

ایران

د عکس سرچینه، PRESIDENT.IR

د عکس تشریح، حسن روحاني هیله من دی چې د جو بایډن حکومت د ډونلډ ټرمپ د وخت سیاست پرېږدي.

په مقابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اروپايي هېوادونه باید د ایران د مسوول پېژندلو په ځای پر خپلو ژمنو ودرېږي او د ایران پرضد د ټرمپ د اقتصادي ترهګرۍ میراث پای ته رسېدو غوښتنه وکړي.

هغه خپل ټوېټر کې زیاتوي: زموږ اصلاحي هڅې د امریکا او درې قدرتونو د سرغړونو ځواب دی. که له نتیجې وېره علت لرې کړي، موږ به عمل ته په عمل ځواب ور کړو.

ایران امریکا تورنوي چې له تړون وتلو سره دوی هم اړ شول چې دې تړون ته ژمنې کمې کړي او د ښاغلي ظریف پورتنۍ څرګندونې هم ښايي بیا د ایران د هغه دریځ تکرار وي چې تړون ته د ګرځېدو لپاره د امریکا د بندیزونو لرې کول غواړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د پنجشنبې په ورځ هیله وښوده چې د جو بایډن حکومت د ډونلډ ټرمپ د وخت سیاست بدلولو سره "قانون ته ستون" او ایران ایران خپله سوداګري پراخه کړي.

هغه وویل، دا تبلیغ ناسم دی چې ایران پر امریکا د فشار لپاره هڅې کړې دي: "موږ له امریکا دا نه غواړو چې زموږ د فشار مقابل کې بې قانونه عمل وکړي. موږ قانون غواړو."

نوموړي د امریکا پر حکومت غږ وکړ: "قانون ته تسلیمي عیب نه دی، د قانون له اجرا مه شرمېږئ."

د امریکا نوې هڅې

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ امریکا له اټومي تړون و اېستله.

امریکا د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبره کړه چې د جو بایډن حکومت د ډونلډ ټرمپ هغه چلنلار لغوه کړی چې وايي، متحده ایالتونه باوري دي چې د اټومي تړون له مخې له تهران د ملګرو ملتونو لرې شوي بندیزونه د ۲۰۲۰ کال له سپټمبر پر ایران بېرته لګېږي.

رویټرز خبري اژانس وايي، ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي ریچارډ مېلز په یوه لیک کې د دې شورا ۱۵ غړو ته دا خبره کړې ډه.

امریکايي چارواکي وايي، نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو مرکز کې د ډونلډ ټرمپ د حکومت له خوا د ایراني ډيپلوماټانو د تګ راتګ محدودیت هم اسان کړی دی.

د ډونلډ ټرمپ د دې محدودیت له مخې نیویارک ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د دغه هېواد د ډيپلوماټانو د سفر پر مهال تګ راتګ یواځې د ملګرو ملتونو د مرکز، دې اداره کې د ایران استازۍ، ملګرو ملتونو کې د ایران استازي تر استوګنځي او د نیویارک جا اف کنېډي هوايي ډګر پورې محدودی شوی و.