امریکا کې د واورې توپان؛ نیویارک او نیوجرسي کې بېړنی حالت اعلان شو

اکثر ایالت‌های شمال شرقی آمریکا وضعیت فوق‌العاده اعلام کرده‌اند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېرو شمال ختیځو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د خپرېدو وخت

د امریکا ختیځه غاړه کې له یکشنبې را هیسې پیل شوې واوره لا سخته شوې او د نیوجرسي، نیویارک او کانټیک ایالتونو ځینې سیمو کې یې د کورونا واکسین چارې ځنډولې دي.

په نیویارک او بوسټن کې سلګونه الوتنې ځنډول شوې او اتیا کیلومتره چټک توپان ځینې سیمو کې د واورې لوړوالی ۶۰ سانتي مترو ته رسولی او بېړني حالت را منځ ته کړی دی.

نیویارک او نیو جرسي کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

توپان پر واوره سربېره د نیویارک او نیوجرسي سمندرغاړو کې د اوبو کچه پورته کړې او ځینې سړکونه یې تړلي او نورو سیمو کې یې سېلاب جوړ کړی دی.

نیویارک کې په ښاري کچه بې اړتیا سفرونه منع شوي او د نیو جرسي والي فیلیپ مورفي د بسونو او اورګاډو تګ هم ځنډولی دی.

نیویارک کې بېړنۍ حالت اعلان شوی او نااړتیا سفرونه ځنډول شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نیویارک کې بېړنۍ حالت اعلان شوی او نااړتیا سفرونه ځنډول شوي دي.

د یخې هوا او د ګاډو د چلښت ګډوډېدو له امله د امریکا ختیځ کې د کورونا واکسین لګول هم اغېزمن شوي دي.

په کانټیکټ، نیو جرسي، روډ ایلنډ، فلادیلفیا، نیویارک او ان د واشنګټن ډي سي ځینې سیمو کې د واکسین لګولو وار یا نوبت لغوه شوی دی.

نیویارک چې سږنی پسرلی نړۍ کې د کورونا اصلي مرکز و د کورونا واکسین لګولو ټول نوبتونه تر سباه ځنډولي دي. .

واورې ډېرو ته چانس ور کړی چې وختېري وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، واورې ډېرو ته چانس ور کړی چې وختېري وکړي.

د نیویارک ښاروال بیل دبلاسیو ویلي چې دغه یخ موسم کې د بوډاګانو ګرځېدل خوندي نه دي.

دا واورین توپان په داسې مهال ده چې کورونا امریکا تر بل هر هېواد ډېره ځپلې ده.

د شمېرو له مخې امریکا کې له دوه میلیونه پنځه لکه او ۶۶ زرو ډېر کسان په کورنا اخته شوي او تر څلور لکه ۳۱ زره ډېر کسان له دې وېروس مړه شوي دي.

نیویارک یو مخ ژمنۍ بڼه خپله کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نیویارک یو مخ ژمنۍ بڼه خپله کړې ده.

واورې څو ورځې مخکې د امریکا لوېدیځه غاړه- چې په دودیز ډول ډېره کمه پکې اوري- هم سپینه کړه او ان د کلیفورنیا ځینې سیمو کې تر دوو مترو ورېدلې ده.

پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې چې د جنورۍ له ۳۱ واوره روانه ده نوی ولسمشر جو بایډن او کابینه یې ژمني توپان سره د مقابلې لپاره د احتیاطي تدبیر نیولو ته وهڅول

جو بایډن د دې ژمني توپان د سختېدو د پایلو په هکله له کابینې سره خبرې وکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جو بایډن د دې ژمني توپان د سختېدو د پایلو په هکله له کابینې سره خبرې وکړې.
واشنگتن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د واشنګټن مرکز کې د ابراهم لېنکن یاد څلی