وسله‌والو نایجیریا کې پر څو کلیو بریدونو کې ۴۰ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور تښتولي دي

نایجیریا

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

وسله‌والو کسانو نایجیریا کې پر څو کلیو باندې هممهاله بریدونو کې لږترلږه ۴۰ کسان وژلي او له ۱۰۰ ډېر نور یې تښتولي دي.‌

د پولیسو په وینا دغه بریدونه د جمعې ورځې له لمانځه وروسته په مرکزي نایجر ولایت کې شوي دي.‌

ځايي خلکو ویلي، وسله‌والو بریدګرو پوځي جامې اغوستې وې.

د پولیسو ویاند واسیو ابیودون وايي، چارواکي داسې انګېري چې بریدګر به د یوې ورانکاره وسله‌والې ډلې غړي وي، چې وخت ناوخت ځینو سیمو کې پر لوټ تالان لاس پورې کوي،‌ او د پیسو لپاره خلک تښتوي.‌

د یوه زیانمن شوي کلي ډیکارا اوسېدونکي وايي،‌ وسله‌وال سړي تر لمانځه وروسته ورغلل، خلک یې یو ځای ته راټول او له ځان سره نږدې ځنګلونو ته بوتلل.

دوی زیاتوي چې بریدګر وروسته د ورڅېرمه نورو پرتو کلیو پر لور وخوځېدل.

دا پېښه داسې حال کې کېږي چې د نایجیریا د بورګو سیمې سراسر د وسله‌والو ډلو فعالیتونه مخ په ډېرېدو دي.

دا سیمه د نایجیریا پر کیبي او کوارا ولایتونو سربېره له ګاونډي بینېن سره هم ګډه پوله لري.

امنیتي‌ځواکونه د یوه ښارګوتي دروازې سره ولاړ دي

د عکس سرچینه، Getty Images

پولیسو د روانې اګست میاشتې پیل کې ویلي وو چې د بورګو له څلورو کلیو څخه ۱۴۵ تښتول شوي کسان یې موندلي دي.‌

دوی د هغو ۳۰۸ تښتول شویو کسانو له ډلې وو چې د چارواکو په وینا ازادېدو لپاره یې پراخ امنیتي‌ عملیات شوي وو.

په دوی کې تر ۱۶۰ ډېر کسان د ګاونډي کوارا ولایت اوسېدونکي وو.

د یادونې ده چې دغو تازه بریدونو د نایجر ولایت په ګډون د نایجیریا په شمال کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

وسله‌والې ډلې دغلته له ګڼو ځنګلونو او کمزوري امنیتي نظامه په ګټه اخیستلو سره پیسو لپاره د خلکو پر تښتولو لاس پورې کوي.