ولې د مسکو پر سړکونو مصنوعي واوره اچول شوې؟

Artificial snow on Tverskaya, 29 Dec 19

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وایي، دا کار یې ځکه کړی چې خلک د نوي کال جشن ورځو کې له واورې سره لوبې وکړای شي
د خپرېدو وخت

د روسیې پلازمېنې مسکو ښار چارواکو د نوي کال جشن لپاره د دې ښار په زړه کې پر سړکونو مصنوعي واوره اچولې ده. لامل یې دا دی چې سږ کال له ۱۸۸۶ راهیسې د مسکو په تاریخ کې تر ټولو ګرم کال و او د معمول برعکس واوره ونشوه.

د سمبر پر ۱۸مه نېټه په مسکو کې د تودوخې درجه ۵ سانتي ګرېډه وه، چې د دې میاشتې لپاره له ۱۸۸۶ کال راهیسې تر ټولو ګرمه ورځ وه.

پر مصنوعي واورو بار لارۍ موټرو پر خواله رسنیو هم په زړه پورې بحثونه را پارولي دي. یوه کس پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، د مسکو په بودجه کې اوس تاسې کولی شئ چې ان ژمی هم په پیسو واخلئ.

خو دا وضعیت د مسکو ښار د ساړه او له کړاوه ډک ژمي برعکس دی، داسې سخت ژمی چې د ناپلین او هېټلر په څېر واکمنان یې هم په ګونډو کړل.

د روسیې د هوا د اټکل ادارې مشر رومان وېلفانډ ویلي، ۲۰۱۹ کال په ثبت شوي تاریخ کې د روسیې تر ټولو ګرم کال و.

Artificial snow on Tverskaya, 29 Dec 19

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویل کېږي چې ۲۰۱۹ کال د مسکو ښار په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو ګرم کال و او د معمول برعکس ډېره واوره ونشوه

کارپوهان وایي، په مسکو کې د سږ کال نسبتاً تود ژمی د نړیوالې تودوخې ثبوت دی، او په دې بهیر کې شمالي سیمو کې کنګلونه هم په وېلې کېدو دي.

د مسکو په (سره ډګر) کې هم پر سړکونه واوره اچول شوې ده او دا سیمه د کرسمس او نوي کال د جشن په موخه د موټرو لپاره تړل شوې ده.

د مسکو ښاروالۍ یوه چارواکي وایي، په توېرسکایا سیمه کې یې مصنوعي واوره د دې لپاره اچولې چې خلک د نوي کال جشن ورځو کې ورسره لوبې وکړي.

ویل کېږي چې په ځینو سیمو کې خلکو وار د مخه پر مصنوعي واوره ښویکي جوړ کړي او لوبې کوي.

Russian President Vladimir Putin

د عکس سرچینه، Adam Berry/Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر پوتین ژمنه کړې چې د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو مخنیوي هڅه به کوي

خو ځینو خلکو د چارواکو پر دې چاره نیوکې هم کړي دي. د ښار یوه اوسېدونکي ویلي، مصنوعي واورې وار د مخه رنګ بدل کړی او خړه شوې ده، نو ځکه د اصلي واورې احساس نه ورکوي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی دی چې اقلیمي بدلون د روسیې لپاره جدي ستونزې زېږولی شي.

د دسمبر پر ۱۹مه نېټه نوموړي په خپله کلنۍ وینا کې وویل چې روسیه کې د هوا ګرمېدنه د نړیوال کلني اوسط نه هم دوه چنده لوړه ده.

ولسمشر پوتین ژمنه وکړه چې د دې بدلون د ناوړه پایلو د مخنیوي هڅه به کوي.