۱۸ ورځې ورک سړی د مرخیړي په خوراک ژوندی پاتې شوی

د خپرېدو وخت

اسټرالیا کې یو ۵۸ کلن سړی چې ۱۸ ورځې ورک و او د مړینې اندېښنه یې خپره وه، ژوندی موندل شوی دی.

ویل شوي چې د رابرټ وېبر په نوم دغه سړي د مرخیړیو 'ډینګریو ' په خوړلو او له یوه بنده د اوبو په څښلو سره ژوندی پاتې شوی.

دغه کس د اسټرالیا په کوېینزلنډ ایالت کې ورک شوی و.

پولیس په هغه پسې د ځمکې او هوا له لارې ډېر وګرځېدل خو تېره اوونۍ یې د لټون له دغو عملیاتو لاس واخیست.

اوس ویل شوي چې ښاغلی وېبر د یوې کرنیزې ځمکې څښتن د اوبو یو بند ته نږدې موندلی دی.

اسټرالیايي رسنیو د دغه جایداد خاوند یوه ځايي سیاستوال بللی.

پولیسو ویلي که څه هم ښاغلي وېبر بده هوا کې د اوبو او خوړو له کمښت او ستونزو سره مخامخ شوی - خو روغ او حالت یې ښه دی.

رابرت وېبر په وروستي ځل د جنورۍ پر شپږمه له خپل سپي سره کیلکیوان ښار کې له یوه هوټله د وتلو پر مهال لیدل شوی و.

پولیس وايي د هغه موټر کروندو کې په خټو کې نښلي او ستونزو سره مخامخېږي.

دوی زیاتوي ښاغلي وېبر همدلته درې ورځې خپل موټر کې تېرې کړې خو له دې کبله چې اوبه یې خلاصې شوې، پلی روان شوی دی. هغه لار ورکه کړې او د اوبو یوه بند ته نږدې یې واړول.

پولیسو ویلي رابرټ وېبر د همدغه بند د اوبو په څښلو او د ډینګریو په خوړلو ځان ژوندی ساتلی دی.

په دې موده کې د هغه د موندلو لپاره د ځمکې او هوا له لارې لټون هم روان و خو ونه لیدل شو.

د رپوټونو له مخې د سیمه ییزې شورا یوه غړي ټوني پېرت او مېرمن یې د یکشنبې پر ورځ لومړی خپله کرونده کې د ښاغلي وېبر بند موټر موندلی او ورپسې یې د دغه ځای شاوخوا ۳ کیلومترۍ کې د اوبو یوه بند ته نژدې هغه هم لیدلی دی.

ښاغلي پېرت 'اې بي سي' شبکې ته ویلي "هغه بند ته نږدې تر یوې ونې لاندې ناست او موږ ته یې لاس وښوراوه."

د رابرټ وېبر سپی تر اوسه نه دی موندل شوی.