روسیه کې د حکومت ضد مظاهرو کې "زرګونه کسان" ونیول شول

مسکو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولیسو خبرداری ورکړی و چې د هر ډول مظاهرو مخه به ونیسي.
د خپرېدو وخت

د روسیې د پولیسو څارونکي وايي، پرونیو مظاهرو کې تر دوو زرو ډېر کسان نیول شوي چې د حکومت د مخالف سیاستوال الیکسي نوالني په ملاتړ یې لاریون کړی و.

د شنبې په ورځ لسګونه زره خلکو د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرضد د وروستیو کلونو په یو تر ټولو سترو لاریونونو کې ګډون وکړ.

مسکو کې پولیس د معترضانو په وهلو او د مظاهرې له ځای په اېستلو لیدل شوي دي.

د ولسمشر پوتین مخکښ نیوکګر نوالني د یکشنبې په ورځ تر نیول کېدو وروسته د مظاهرو غوښتنه وکړه:

روسیه کې د لاریونونو څارونکې نادولتي اداره وايي، نږدې دوه نیم زره کسان پرونۍ مظاهره کې نیول شوي چې نهه سوه یې مسکو کې دي.

د مسکو پولیسو خبرداری ورکړی و چې هر ډول مظاهرې به سملاسي وځپل شي او د مسکو مرکز کې یې د غونډېدو د مخنیوي لپاره سلګونه اوسپنیز خنډونه درولي وو.

پولیسو وروستیو کې د الیکسي نوالني ځینې نږدې کسان نیولي او د نوموړي ویاند یې وهلی او دوه کسان یې هم د لنډ مهال لپاره بندیان کړي دي.

لاریونوال څه وايي؟

مسکو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لاریونوال د نوالني خوشي کېدل غواړي.

خو له خبرداریو سره سره د روسیې له ختیځ نیولې تر سایبریا، مسکو او سن پیترزبورګ پورې مظاهرې وشوې، چې له زدکوونکو نیولې تر بوډاګانو پورې کسان پکې شامل او د ښاغلي نوالني د خوشي کېدو غوښتنه یې کوله.

د روریټرز خبري اژانس اټکل وايي، نږدې ۴۰ زره کسانو د مسکو مظاهره کې ګډون کړی و.

څارونکي وايي، دا له ۲۰۱۹ کال راهیسې مسکو کې تر ټولو ستر لاریون دی، خو د روسیې د کورنیو چارو وزیر د دې مظاهره چیانو شمېر څلور زره بللی دی.

پوشکین ډګر کې ځینې معترضانو "نوالني ازاد کړئ" او "پوتینه موږ پرېږده" شعارونه ورکول.

یوې ښځې بي بي سي ته وویل، مظاهرو کې یې ځکه ګډون کړی چې روسیه په "اجباري پنډغالي" بدله شوې ده.

د ښاغلي نوالني مېرمن یولیا هم مخکې ویلي وو، د مسکو مظاهرو کې "د ځان لپاره، د هغه لپاره، د خپلو بچیانو لپاره، د خپلو ارزښتونو او ارمانونو لپاره ګډوم کوم. "

هغه هم د څو ګړیو پاره بندي شوې وه.

د مسکو اوسېدونکي ۵۳ کلن سري رادچنکو رویټرز اژانس ته ویلي: "زه له ډار ستړی شوی یم. د ځان او نوالنې لپاره دتله نه یم، د زوی لپاره هم ر اغلی یم، ځکه دغه هېواد کې راتلونکی نه لري. "

نوالني څوک دی؟

نوالني تر یوې میاشتې لنډمهالي بند باندې محکوم شوی دی.

د عکس سرچینه، ALEXANDER NEMENOV

د عکس تشریح، نوالني تر یوې میاشتې لنډمهالي بند باندې محکوم شوی دی.

ښاغلی نوالني د "نوویچوک زهرو سره د بې هوشۍ" له امله جرمني کې له پنځه میاشتې درملنې وروسته تېره یکشنبه مسکو ته ستون او ونیول شو.

هغه له جېل یوه پیغام کې ویلي، چې تلپاتې رواني او عاطفي وضعیت لري: "له زندان بهر ډېر زیات ښه خلک شته او مرسته به وکړي. "

روسي چارواکي د نوموړي د نیولو دلیل د خپلې مشروطه ازادۍ له اصولو سرغړونه بولي، خو نوالني وايي، ځکه نیول شوی چې خاموش شي.

۴۴ کلن نوالني تېر دوبی بې هوشه شو او جرمني ته د درملنې لپاره وړلو سره د څه مهال لپاره ځانګړي څار پر مهال کوما حالت کې و.

نوالني د پوتین تر ټولو سخت نیوکګر بلل کېږي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، نوالني د پوتین تر ټولو سخت نیوکګر بلل کېږي.

تر رغېدو وروسته یې وویل چې د روسیې د څارګرۍ یا جاسوسۍ ادارې یوه مامور په دې پوهولی چې څنګه پر برید وشو او بې هوشه شو.

خو د روسیې حکومت د ښاغلي نوالني دا ادعا ردوي چې حکومت او ان پخپله ولسمشر پر نوموړي دغه برید کې لاس لري.

ښاغلی نوالني خپل ویبلاګ کې د هغه څه د خپرولو له امله وروستیو کلونو کې د فساد ضد فعال باندې مشهور شوی چې دی یې "د روسي چارواکو زیاتی او لویې غلاوې" بولي.