هغه وزیره په کورونا اخته شوې چې د 'کوویډ ضد شربت' کارولو ته یې خلک هڅول

وانیاراچچي څلورمه سریلنکایۍ وزیره ده چې پر کورونا اخته کېږي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، وانیاراچچي څلورمه سریلنکایۍ وزیره ده چې پر کورونا اخته کېږي
د خپرېدو وخت

د سریلنکا عامې روغتیا وزیره چې د کورونا مخنیوي لپاره یې له بوټو 'نباتاتو ' جوړ شوی شربت تایید کړی و، پر کوویډ - ۱۹ ناروغي اخته شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت کې د رسنیو لپاره یوه سکرتر بي بي سي ته وویل، د کوویډ - ۱۹ په هکله د وزیرې پاوترا وانیاراچچي معاینه د جمعې پر ورځ مثبته ثابته شوه.

هغه شربت چې اغلې وانیاراچچي تایید کړي و، یوه راهب چمتو کړي وو او په هکله یې ادعا کېده چې د ټول عمر لپاره انسان پر کورونا له اخته کېدو ژغوري.

د وبا له پیله راهیسې په سریلنکا کې ۵۶ زره او شپږ اویا کسان پر دې وېروس اخته شوي او ۲۷۶ کسان یې له کبله مړه شوي دي.

اغلې ویناراچيي څلورمه وزیره ده چې د کورونا معاینې پایله یې مثبته راخېژي. له دې مخکې یو بل وزیر هم روانه میاشت پر کورونا اخته شوی و، چې دغه شربت یې کارولي وو.

د روغتیا وزیرې بیا په عام محضر کې دغه شربت خوړلي و او موخه یې هم د وېروس مخینوي اقدام بللی و. هغه راهب چې دغه شربت یې چمتو کړي، مخکې ویلي و په خوب کې یې د چمتو کولو په هکله زدکړه کړي.

نوموړي په شربت کې شات او ځینې ځايي بوټي شامل کړي وو. د دغه هېواد ډاکترانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې شربت ګټور دي، خو د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، زرګونه خلک د دې شربتو ترلاسه کولو لپاره یوه کلي ته تللي.

اوس د سریلنکا عامې روغتیا وزارت کې د عامه اړیکو سکرتر ویراج ابیسینګ بي بي سي ته وویل، اغلې وانیاراچچي د کوویډ - ۱۹ دوه معاینات کړي، چې په وینا یې دواړه مثبت ثابت شوي دي.

وزیرې ته ویل شوي چې ځان ګوښی کړی او دغه راز هغه ټول کسان هم ځان قرنطینوي چې وروستیو کې یې له نوموړې سره لیدلي دي.

د وزیرې وانیاراچچي د کورونا معایناتو پایله له هغه څو ساعته مخکې راغله چې سریلنکا حکومت د اکسفورډ - اسټرازینیکا واکسین بېړنیز استعمال تایید کړل. تمه کېږي چې راتلونکې اونۍ به دغه هېواد ته یاد واکسین ورسېږي.