تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بایډن: امریکا کې له کورونا ښايي تر شپږ لکو کسان مړه شي
د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د دغه هېواد له کانګرس وغوښتل چې له کورونا وبا د دغه هېواد د ژوغورلو لپاره د اقتصادي مرستو بسته تصویب کړي.
ښاغلي بایډن د خپل کار په دویمه ورځ امریکانو ته د نغدي مرستو چټکولو او خوراکي مرستو زیاتولو اجرايي فرمانونه لاسلیک کړ.
اوس هغه خبرداری ورکوي چې ممکن امریکا کې له کورونا د مړو شمېر تر شپږ لکو واوړي.
تراوسه امریکا کې له کورونا تر څلور لکو ډېر کسان مړه شوي دي.
بایډن د کورونا د مقابلې لپاره د خپل حکومت د ملي سترایژي خپرولو سره وویل: "ډېر خلک رنځېږي. ویروس خپرېږي. څلور لکه کسان مو له لاسه ورکړل او اټکل دی چې دا شمېر تر شپږ لکو پورته شي. "
نوموړي زیاته کړه چې کورنۍ وږې دي او ځینې ښايي د پسو نشتوالي له امله اجاره شوی کور له له ورکړي:
"بېکاري بیا ډېره شوې ده، باید لاس په کار شو. مسلې ته چې له هرې خوا وګورو باید لاسونه بډ وهو، که اوس کار پیل کړو هېوادنی اقتصاد به مو لنډ او اوږدمهال کې لا ځواکمن شي. "
که څه هم د ډونلډ ټرمپ د استیضاح محکمې ځنډېدل کانګرس ته د جو بایډن د امریکا ژغورنې بستې باندې تمرکز ته لار برابروي، خو لا هم له ننګونو سره مخ دی.
قانون جوړوونکي په تېره جمهوریپال چې دې وروستیو کې یې هم د کورونا سره د مقابلې لپاره د اقتصادي مرستو لویه بسته تصویب کړ، نورو دوو ترېیلون ډالرو مرستې تصویبولو ته چندان لېوال نه دي.