هند په نړۍ کې د کورونا مخنیوي واکسین تر ټولو لوی پروګرام پیل کړ

هند

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، حکومت تر اګست پورې ۳۰۰ میلیونه کسانو ته د واکسین ورکولو پرواګرام لري.
د خپرېدو وخت

په هند کې د ښاروالۍ یوې کارکونکې ته د کورونا ضد واکسین له ورکولو سره د نړۍ تر ټولو لوی واکسین پرواګرام پیل شو. لومړي وزیر نرېندرا مودي دغه پروګرام پیل کړ، چې پکې به یو اعشاریه درې بیلیونه کسانو ته د کوویډ مخنیوي واکسین ورکړل شي.

ښاغلي مودي د هغو کارکوونکو ستاینه وکړه، چې د مخې کتار کارګر بلل کېږي او لومړی به همدوی ته واکسین ورکول کېږي. هند په ټوله نړۍ کې له امریکا وروسته د کوویډ ناروغانو تر ټولو ډېر شمېر لري.

د واکسین پروګرام له پیله مخکې د هېواد لر او بر ته د کووشیلډ او کوواکسین په نومونو د دوه ډوله واکسین میلیونونه خوراکه لېږدول شوي دي. د شنبې په سهار په دې مناسبت یوه وینا کې ښاغلي مودي وویل:

''موږ په نړۍ کې د واکسین تر ټولو لوی پروګرام پیلوو او دا خلکو ته زموږ وړتیا ښيي. ''

د اټکل له مخې ویل کېږي چې لومړي سر کې به نژدې ۱۰ میلیونه روغتیايي کارکوونکو ته واکسین ورکړل شي، له دې وروسته به پولیسو، پوځیانو او بیا د ښاروالیو کارکوونکو ته یو په بل پسې دغه واکسین ورکړل شي.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ښاروالۍ کارکوونکي د واکسین لپاره کتار کې ولاړ لیدل کېږي

په دویم پړاو کې هغو کسانو ته د واکسین ورکولو پروګرام دی، چې عمر یې له پنځوسو کلونو پورته دی او یا هغو کسانو ته ورکول کېږي چې عمر یې له پنځوسو کلونو ټیټ دی، خو کومه بله جدي روغتیايي ستونزه لري.

هندي چارواکي به د الیکټرول سسټم له مخې هغه کسان معلوموي چې په دې کټګورۍ کې راځي او دغه الکټرول سسټم هغه معلوماتي زېرمه ده، چې د نژدې ۹۰۰ میلیونه رایې ورکوونکو معلومات لري.

هند حکومت پلان لري چې د اګست میاشتې تر رارسېدو پورې نژدې ۳۰۰ میلیونه کسانو ته واکسین ورکړي.

واکسین به خلکو ته په هغو روغتیايي مرکزونو کې ورکول کېږي چې کنټرول یې له حکومت سره دی او د دې تر څنګ به په ښوونځیو، پوهنځیو، ټولنیزو مرکزونو، ښاروالۍ مرکزونو او د ودونو تالارونو کې هم واکسین ورکول کېږي.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د واکسین میلیونونه خوراکه د هېواد لر او بر ته رسول شوي دي.

په هند کې د درملو څار ادارې کووشیلډ 'د برتانیا اکسفورډ کې چمتو شوي واکسینو اسټرا زینیکا ځايي نوم ' او د ځايي کمپنۍ بهارت بایوټیک له لوري چمتو شوی کوواکسین په نومونو ته د کارولو اجازه ورکړې.

بل لور ته د کوواکسین ګټورتیا په هکله اندېښنې هم شته، ځکه د درملو څار ادارې د درېیم پړاو له تجربې مخکې تایید کړل، خو د درملو څار اداره او د دې درملو چمتو کوونکي وايي، واکسین خوندي دي او د ګټورتیا معلومات به یې تر فبروري میاشتې پورې خپاره شي.

دواړه واکسین به د پیچکارۍ په بڼه ۲۸ ورځې تر منځ ورکول کېږي. ماهرین وايي، د لومړۍ پیچکارۍ له لګولو وروسته د بدن مدافع قوت وده پیلوي او د دویمې پیچکارۍ له لګولو ۱۴ ورځې وروسته یې اغېز پیلېږي.

تر اوسه داسې نژدې اته میلیونه کسانو معلومات راټول شوي جې واکسین به ورکول کېږي او د پروګرام لپاره شپږ سوه زره کسانو ته روزنه ورکړل شوې.