تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: دفاع وزارت کې د حزب الله جاسوسه نیول شوې
د امریکا دفاع وزارت 'پنټاګون' کې یوه ژبپوهه د لبنان حزب الله اړوند یوه کس ته د "ډېرو حساسو" معلوماتو په ورکولو تورنه شوې ده.
۶۱ کلنه مریم ټامسن د امریکايي او نورو پوځيانو په اړه حساس مالومات افشا کړي دي.
امریکايي چارواکو ویلي، د نوموړې دا مشکوکې کړنې "د ملي امنیت لپاره ګواښ" دی.
د امریکا د فډرالي ادارې (اېف بي ای) کارمنو اغلې ټامسن د تېرې فبرورۍ پر ۲۷ مه له هېواد بهر د امریکا په یوه اډه کې نیولې ده.
د امریکا د عدلیې وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، اغلې ټامسن د مینیسوټا ایالت په روچسټر کې د ژبپوهې په توګه کار کړی او د حکومت د امنیتي بنسټ تر "ټولو سري" اجازه ورکړل شوې ده.
د عدلیې وزارت د ملي امنیت چارو عمومي مرستیال وکیل جان ډیمرز وویل: "د جګړې په ډګر کې د هغې د حضور پرمهال، داسې انګېرل کېده چې ګنې د ملي دفاع اړوند حساس مالومت ورکړل شوي، چې له امریکا سره د همکارو کسانو نومونه هم پکې شته."
دی وايي: "که دا سم وي، نو دا ډول کړنه شرم دی، په تېره د داسې چا لپاره چې د امریکا پوځ کې د یوه متقاعد کارمن په توګه کار کوي. دا له هېواد او ملګرو سره خیانت دی چې باید سزا وویني."
په خبرپاڼه کې راغلي، له اغلې ټامسن سره تحقیقاتو په ډاګه کړې چې "هغې د وزارتونو پټه شبکه کې فعالیت درلود چې له دې لارې یې پټو معلوماتو ته لاسرسی موندلی دی."
بیا د د فبرورۍ پر ۱۹مه هغې استوګنځی لټول شوی، په عربي ژبه په لاس لیکلی یو لیک موندل شوی چې تر خپل چپرکټ لاندې یې پټ کړی و.
په دې لیک کې ځینې "ځانګړي نومونه" لیکل شوي. له حزب الله ډلې سره د یوه اړیکنیواند کس نوم هم راغلی دی.
پر اغلې ټامسن تور دی چې ګنې پټ مالومات یې افشا کړي دي.
د امریکا فیډرالي ادارې څېړنو ښودلې چې هغې یوه بهرني وګړي ته، چې خپلوان یې د لبنان حکومت کې کار کوي، مالومات ورکړي دي.
په پام کې ده چې په څو ساعتونو کې اغلې ټامسن محکمې ته حاضره کړای شي.
که دا تورونه پرې ثابت شي، نو له درنې سزا (عمري بند) سره مخامخېدای شي.