هند کې یوه سړي په یوه ورځ له دوو ښځو سره واده کړی

واده

د عکس سرچینه، DEVENDRA SHUKLA/BBC

    • Author, الوک پرکاش
    • دنده, بي بي سي هندي
  • د خپرېدو وخت

د هند په اکثر سیمو کې د قانون له مخې د دوو ودونو اجازه نه ورکول کېږي او هلته چې قانوني اجازه شته، ځینې کسان ورسره مخالفت کوي، خو د دغه هېواد یوه ځوان په یوه ورځ له دوو نجونو سره واده کړی او دې لړ کې یې بحثونه تاوده کړي.

د هند ناارمه صوبې چتیس ګړ اوسېدونکي ځوان چندو موریه له سندري کشیپ او حسینه باغیل نومې نجونو سره په یوه ورځ او یوه وخت واده کړی.

د واده دغه مراسم له څلورو ورځو وروسته د یکشنبې پر ورځ پای ته ورسېدل.

د موریه قبیلې اړوند چندو وايي:

''دواړو نجونو سره مې مینه درلوده او له یوې سره مې هم ټګي برګي نه کوله، څه نا څه اندېښمن وم، خو کله چې دواړه واده ته چمتو شوې، زه هم راضي شوم. ''

دواړه مېرمنې یې هم پر واده خوښي ښيي.

۲۱ کلنه سندري وايي:

''چندو مې خوښ و، غوښتل مې ګډ ژوند وکړو، بیا حسینه راغله، هغې هم غوښتل یو ځای ژوند وکړو، د واده په هکله مو پرېکړه وکړه، چې دواړه به د چندو ناوې شو. ''

واده

د عکس سرچینه، DEVENDRA SHUKLA/BBC

۲۴ کلن چندو بزګر دی او تر نهم ټولګي پورې یې زدکړې کړې.

د بزګري تر څنګ د نوموړي کورنۍ په نژدې ځنګله کې هم ونډه لري او عاید ترې اخلي.

نوموړی وايي، درې کاله مخکې یې سندري لومړی ځل ولیده، خوښه یې شوه او سندري چې تر لسم ټولګي زدکړې کړې، په لومړی ځل لیدو کې د واده وړاندیز ورته وکړ.

چندو وايي، له سندري سره یې ټیلیفوني اړیکي درلودل چې د خپل کلي په یوه واده کې یې ۲۰ کلنه حسینه باغیل ولیده او له هغې سره یې هم د دوستۍ خبره په مینه بدله شوه.

نوموړی وايي، وروسته یې دواړو ته سپینه خبره وکړه او له میاشتو، میاشتو سلا مشورې وروسته له دواړو سره په یوه ځای واده ته چمتو شو.

د حسینه باغیل کورنۍ پر دې واده اعتراض نه درلود او نوموړې د چتیس ګړ سیمې د ځینې قبیلو له دود سره سم له واده مخکې له چندو سره د ګډ ژوند لپاره د هغه کور ته راغله، خو د سندري کورنۍ هغې ته اجازه نه ورکوله چې د بنې په شتون کې له چندو سره واوسي.

د واده مراسم

د عکس سرچینه، DEVENDRA SHUKLA/BBC

د عکس تشریح، د واده مراسم

چندو وايي، سندري هم د ده کره راغلې وه، خو بېرته کورنۍ بوتله چې له واده مخکې بېرته ترې راغله.

د واده مراسمو په بلنلیک کې د دواړو ناویو نومونه لیکل شوي وو، خو دې مراسمو کې هم د سندري کورنۍ غړو ګډون نه و کړی.

د سریو ادیواسي ټولنې مشر پرکاش ټاکر وايي، ټول درې کسان بالغ دي، د موریه قبیلې اړوند دي او په دې قبیله کې پر واده کولو بندیز نه شته.

د نوموړي په وینا د قبیلې غړې د دې واده له کبله خوښ دي.

بل لور ته د سترې محکمې مدافع وکیله پرینکا شکلا وايي، د هند عایلي قوانینو له مخې پر ځینو قبیلو د ودونو شمېر لړ کې بندیزونه نه شته او د لرغوني دود پالنې له کبله دوی له دې قوانینو مستثنا دي.