"د مودي له لاسه مې د واده ورځ خرابه شوه"

حنا
د عکس تشریح، حنا وایي د خپل واده ورځې ته ډېره خوشحاله وه، خو ارمانونه یې په اوبو لاهو شول
    • Author, عامر پیرزاده
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ودونو موسم دی، خو په سیمه کې د تېرو درې اوونیو وضعیت د عامو خلکو ټول ژوند ګډوډ کړی دی.

د دې وضعیت د بد اغېز یوه بېلګه دا ده چې په بېلابېلو سیمو کې لګسونه ودونه ځنډول شوي دي. حنا رخسار هم د هغو پېغلو په ډله کې ده چې واده یې د همدې ګډډوډۍ ښکار شوی.

۲۷ کلنه حنا وایي، د هرې بلې پېغلې په څېر دا هم خپل واده ته لېواله وه او دې ځانګړې ورځې ته یې له ډېرې مودې راهیسې پلان جوړ و.

خو د اګست پر پنځمه نېټه د هند پارلمان د کشمیر ایالت ځانګړی حیثیت ختم کړ او سیمې ته یې زرګونه پوځیان ولېږل. له همدې کبله د حنا واده هم له ګڼو ستونزو سره مخ شو.

حنا وایي، د واده ورځ د یوې ناوې د ژوند تر ټولو مهمه ورځ وي، خو د دې ټول ارمانونه په اوبو لاهو شول.

"زړه مې غواړي چې لومړي وزیر نرېندرا مودي ته مخامخ ووایم چې ستا د لاسه زما د ژوند تر ټولو مهمه او ښایسته ورځ خرابه شوه.

حنا
د عکس تشریح، د حنا کورنۍ وایي د واده پر ورځ به ساز او نڅا هم نه کوي

حنا د خپل واده مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی و.

د شپې مراسمو لپاره یې ځانګړي څراغونه خوښ کړي وو، موسیقي یې غوره کړې وه، غوښتل یې چې په دې مراسمو کې دې تازه ګلان وکارول شي. حنا او د هغې خورلڼو د واده لپاره ځانګړي کالي هم چمتو کړي وو.

خو حنا ګېله کوي چې هر څه ګډوډ شول، او اوس خو په دې هم نه پوهېږي چې خیاط به یې د واده جوړه پر وخت تیاره کړای شي او که نه.

د حنا پلار رخسار احمد وایي، د لور واده ته یې ۸۰۰ کسان ور بللي وو، خو اوس داسې ښکاري چې یوازې ۶۰ مېلمانه به ګډون وکړای شي.

دی اوس په دې فکر کې دی چې همدې ۶۰ مېلمنو ته به خواړه څنګه برابروي.

حنا
د عکس تشریح، د حنا پلار اندېښمن دی چې د واده مېلمنه ته به ډوډۍ څرنګه برابروي

په کشمیري ودونو کې د وازوان په نامه یو ډول ځانګړي خواړه برابرېږي، چې هر څوک یې نشي پخولی یو ماهر اشپز او لږ تر لږه شلو کسانو ته اړتیا لري.

د حنا پلار وایي، په اوسنیو شرایطو کې شل کسه ماهر اشپزان موندل ناشونې خبره ده.

په سیمه کې د روان وضعیت له کبله د حنا کورنۍ پرېکړه کړې ده چې په واده کې به ساز او نڅا هم نه وي او په سادګۍ سره به مراسم ترسره کېږي.

حنا هم مني چې په دې شرایطو کې په ډېر شور او درب سره واده نه دی پکار، ځکه هره شېبه څه نا څه بده پېښه کېدلای شي.