قاسم سلیماني؛ له څار تر ترور - افغانستان کې همکار، عراق کې سیال

سلیمان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، قاسم سلیماني ۲۲ کاله د ایران د قدس ځواک قوماندان و،
د خپرېدو وخت

قاسم سلیماني ۲۲ کاله د ایران د قدس ځواک قوماندان و، خو یوازې د ژوند په وروستیو شاوخوا ۷ کلونو کې ایران او لویدیځ کې پر رسنیزه څېره واوښت.

هغه یو وخت افغانستان کې امریکایانو ته پوځي نقشې ورکړې چې طالبان په نښه کړي او بیا یې د صدام حسین تر پرځېدو وروسته عراق کې امریکایانو سره څه ناڅه همکاري وکړه چې د دغه هېواد اوسنی حکومت واک ته ورسوي.

خو بالاخره له امریکا او متحدانو سره یې د هغه تر مشرۍ لاندې د قدس ځواک د ټکر او مخامختیا کچه دومره لوړه شوه چې دغه ایرانی جنرال د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ د دریمې پر سهار وختي نیغ په نیغه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر د بغداد هوايي ډګر کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د برید ښکار شو.

ناپېژانده څېره

قاسم سلیماني ته تر هغې وروسته د لویدیزو رسنیو ډېر پام ور واوښت چې هغه او قدس ځواک یې د سوریې د ناارامیو په لړ کې د بشار اسد د حکومت د وضعیت تر خرابېد وروسته د نوموړي مرستې او ساتنې ته وردانګي او ورځ تر بلې یې د دغه هېواد جګړه کې رول پیاوړی کېږي.

لویدیزو رسنیو کې د سلیماني په اړه خپرو شویو مهمو مطالبو کې یو د نیویارکر مجلې د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر د ۳۰مې ګڼې رپوټ دی.

که څه هم هغه مهال د انګلیسي ژبو رسنیو ډېرو کمو مخاطبو د سلیماني نوم اورېدلی و، خو امریکايي پوځیان او دیپلوماتان لا له کلونو وړاندې د ایران پر سیمه ییز سیاست د نوموړي د رښتیني نفوذ پر اندازه پوهېدل او له هغه سره نیغ په نیغه اړیکه کې وو.

"پټ قوماندان: د ایران پوځي متفکر مغز" په نامه مستند فلم کې چې په ۲۰۱۹ کال له بي بي سي خپور شو، عراق کې د امریکا پخوانی سفیر رایان کراکر، عراق کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال ډېوېډ پېتراېوس، او د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندان ارتور مککرېسټال د سلیماني تر مشرۍ لاندې ځواکونو سره د خپلو جګړو او مذاکرو په اړه غږېدلي دي.

د امریکا دغه جګپوړي پوځي قوماندانان او دیپلوماتان قاسم سلیماني ته د "متفکر مغز"، "کارېزماتیک"، "مسلکي او کارنده"، "شریر او شیطان خویه" نومونه او اوصاف کاروي.

د ټرمپ د ادارې چارواکو او ځینو رسنیو د بغداد هوايي ډګر کې د سلیماني تر وژلو وروسته چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي هم دا ګام غیرقانوني وباله، هڅه وکړه چې هغه د بن لادن د پوړ او کچې "ترهګر" وښيي.

افغانستان کې له امریکا سره همکاري

سلیماني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کراکر وايي: "د وینا یوې کلمې، د تاریخ لوری بدل کړ."

جګپوړی امریکايي ديپلومات او عراق کې د دغه هېواد پخوانی سفیر رایان کراکر له لومړي لاس سرچینو دی چې په دواړو رپوټونو کې ورته مراجعه شوې ده.

کراکر، چې د سپتمبر د یوولسمې تر برید یوه اوونۍ وروسته ایراني ديپلوماتانو سره د خبرو لپاره جینوا ته تللی وايي ایراني استازو به نیغ په نیغه "حاجي قاسم" ته ځواب وایه.

د القاعده شبکې د سپتمبر بریدونو ایران او امریکا د طالبانو په نوم د ګډ دښمن پر وړاندې سره نږدې کړل.

ایران کې واک ته د محمد خاتمي د سمونپاله حکومت رسېدو هم د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدېوالي ته لار هواره کړې وه.

سلیماني له ۱۹۹۸ کال راهیسې د قدس ځواک قوماندان و خو تر هغې وړاندې یې هم د ایران ختیزو پولو ته څېرمه دنده ترسره کړې وه او له طالبانو سره پر جګړه بوختو جهادي ډلو سره یې اړیکي پالل.

همدا د دې لامل شوی و چې د طالبانو او د دې ډلې د پوځي تحرکاتو په اړه د ده مالومات په پرتلیز ډول سم او کره وي.

تر دې ور هاخوا ایران او طالبان د ۱۹۹۸ کال اوړی مزار شریف کې د ایراني ديپلوماتانو تر وژل کېدو وروسته د یوې هر اړخیزې جګړې تر درشله هم رسېدلي وو.

کراکر وايي د خبرو اترو په لړ کې د ایران جپګوړي مرکچي د طالب جنګیالیو د راټولېدو د ځای نقشه ورښيي او ورته وايي: "زموږ په اند ښه به دا وي چې لومړی دا ځای وولئ، بیا دا او بیا هغه. لامل یې هم شته".

کراکر پوښتي ایا کولی شي چې د دغو اطلاعاتو یادښت واخلي او د ایران مرکچي ځواب ورکوي: "کولی شئ همدا نقشه در یوسئ."

امریکایان ځواب کې ایراني لوري ته مشهد کې د القاعده شبکې د یوه هملاري د پټنځي په اړه مالومات ورکوي.

ایرانی دیپلومات کراکر ته وايي: "حاجي قاسم زموږ له همکاریو ډېر خوښ دی."

د ویډیو تشریح، جنرال قاسم سلیماني څوک و؟

د افغانستان په اړه د امریکا او ایران نږدې همکاریو چې د قدس ځواک او قاسم سلیماني د چینل له لارې کېدې - د طالبانو تر نسکورېدو وروسته هم څو میاشتې دوام درلود.

خو د جورج بوش د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ د ۲۹مې وینا چې په هغې کې یې ایران د عراق او شمالي کوریا ترڅنګ د "شیطاني محور" برخه وباله، هر څه مخ او څټ کړل.

د بوش دا څرګندونې د امریکا د نورو جپګوړو دیپلوماتانو په څېر رایان کراکر ته هم، چې هغه مهال کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست و - ناببره وې.

کراکر د نیویارکر مجلې خبریال ته وايي د دې وینا پر سبا کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر کې له ایراني مرکچي سره مخامخ شو او هغه ورته وویل چې سلیماني له غوسې تاوېږي ځکه دغه کار یې موقعیت له خطر سره مخامخ کړی دی.

هغه زیاته کړې وه چې سلیماني له ډېر دروند سیاسي خطر سره سره - امریکا سره اړیکو کې پر بشپړ بدلون فکر کاوه.

کراکر وايي: "د وینا یوې کلمې، د تاریخ لوری بدل کړ."

رایان کراکر د دواړو خواو ترمنځ د لیدنو تر درېدو وړاندې د ایران جګپوړي مرکچي سره آن پر عراق د امریکا د احتمالي برید په اړه هم غږېدلی او دغه هېواد کې یې هم د افغانستان په څېر د همکاریو وړاندیز ورمخ ته کړی دی.

ایرانی اړخ واي دوی د افغانستان په څېر د عراق په تړاو هم خبرو ته چمتو دی او ګواکې عراق هم د افغانستان په څېر د قاسم سلیماني د مسوولیت حوزه کې شاملېږي.

عراق کې سیالي

سلیماني

د عکس سرچینه، TASNIM

د عکس تشریح، امریکایان وايي عراق کې د ټولې ور اوښتې مرګژوبلې ۲۰ سلنه د سړک غاړو د چاودنو له کبله وه او پړه یې د ایران پر قدس ځواک اچوي.

د بوش د "شیطانی محور" تر وینا وروسته که څه هم مستقیمې همکارۍ پرې شوې، خو د ۲۰۰۳ کال پسرلي کې پر عراق د امریکا تر برید او د صدام حسین له پرځولو وروسته په لومړیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د "عراق دولتي شورا" د جوړښت په اړه غیرمستقیمې همکارۍ دوام کوي.

ریان کراکر چې د دې شورا په جوړښت او رامنځته کېدو کې د مرستې لپاره عراق ته استول کېږي، د عراقي سیاستوالو له لارې چې د سلا مشورو لپاره سر په سر تهران ته سفرونه کوي، په غېرمستقیم ډول له سلیماني سره د دې شورا د غړو د ټاکلو په اړه خبرې کوي.

کراکر وايي: "دا دولتي شورا د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو پایله کې جوړه شوه".

خو عراق کې کرار کرار د تاوتریخوالي ډېرېدو او د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو له کنټرول د وضعیت په وتلو سره دغه هېواد کې د ایران سیاست هم له مذاکرې مقابلې ته اوړي.

تر دې وروسته له امریکایانو سره د سلیماني او د هغه تر امر لاندې ځواکونو اړیکې تر ډېره کوچنیو پیغامونو محدودېږي، چې د عراق د کرد او شیعه سیاستوالو په وسیله یو بل ته استول کېږي.

خو عراق کې د قدس او امریکايي ځواکونو ترمنځ د اړیکو تر ټولو مهم پړاو په ۲۰۰۴ کال کې تر هغې وروسته پیلېږي، چې عراق کې د سړک غاړو چاودنو لړۍ پراخه شوه.

دا چاودنې دومره ځواکمنې وې چې د امریکا زغره وال ګاډي هم ترې خوندي نه وو.

امریکایان وايي عراق کې د ټولې ور اوښتې مرګژوبلې ۲۰ سلنه د سړک غاړو همدغو چاودنو ور اړولې او پړه یې هم د ایران پر قدس ځواک اچوي.

سټېنلي مککرېسټال چې هغه مهال د امریکا د ځانګړو ځواکونو قوماندان و، وايي: "په دې کې مو هېڅ شک نه درلود چې دا بمونه له کوم ځایه راځي. آن ایران کې مو یې د جوړېدو ځایونه هم پېژندل. دغو بمونو سلګونه امریکايي سرتیري ووژل."

خو له دې ټولو سره سره عراق کې د امریکا او ایران اړیکي په بشپړ ډول پای ته نه و رسیدلي، ځکه چې دواړو خواو دغه هېواد کې د شعیه سیاستوالو په مشرۍ د رامنځ ته شوي حکومت ملاتړ کاوه.

د صدام د حکومت تر پرځولو وروسته لومړیو کلونو کې عراق کې د جنرال مک کرېسټال او د هغه د ځانګړو ځواکونو دنده دا وه چې له سني اورپکو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي او د امریکا د نورو پوځي قوماندانانو په څېر یې له ایران پلوه ځواکونو سره د نښتو او کړکېچ ډېرېدو ته لیوالتیا نه ښوده.

خو د ۲۰۰۶ کال وروستیو کې د سامرا عسکرین حرم کې چې د شعیه ګانو لسم او یوولسم امام پکې ښخ دي تر چاودنې او د مذهبي نښتو تر ډېرېدو وروسته دا چلند بدلېږي او جنرال مککرېسټال عراق کې ایران ته د نږدې او قدس ځواک پورې د تړلو وسله والو د ځپلو او نیولو لپاره یوه ځانګړې ضربتي قطعه جوړوي او په دې توګه قاسم سلیماني تر دې وروسته د امریکايي ځواکونو لپاره پر یو بالقوه هدف بدلېږي.

له څار او تېښتې تر تروره

سلیماني

د عکس سرچینه، FARS

د عکس تشریح، سلیماني او ابومهدی مهندس

په دې موده کې څو پېښې قدس ځواک پورې د تړلو وسله والو او امریکايي ځواکونو ترمنځ د نښتو د ډېرېدو لامل ګرځي.

لومړی د ۲۰۰۶ کال ډسمبر کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا د عبدالعزیز حکیم کور کې د قدس ځواک د عملیاتي قوماندان محسن چیذري نیونه.

چیذري د عراق د وخت د لومړي وزیر نوري المالکي په غوښتنه خوشې کېږي او بېرته ایران ته ګرځي. خو د امریکا سفیر مالکي ته وايي که بیا د قدس ځواک غړي ونیسي، نه خوشې کېږي.

یو میاشت وروسته د قدس ځواک د څو جګپوړو مشرانو د موټرو کاروان له پولې عراق ته اړوي. امریکايي ځواکونه دا کاروان څاري او په دغه کاروان کې پر قاسم سلیماني سربېره هغه مهال د سپاه پاسدارن د قوماندان عزیز جعفري د احتمالي حضور رپوټ ترلاسه کوي.

د مککرېسټال ځواکونه دا کاروان د ایران له پولې د عراق کردستان کې تر اربیل ښاره څاري. څنګه چې د دغه کاروان غړي د اربیل ښار یوه ودانۍ کې - چې د کونسلګرۍ نوم ورکړ شوی - مېشتېږي، د نیول کېدو پرېکړه یې کېږي.

د امریکا ځانګړي ځواکونه اربیل ښار کې د ایران د کونسلګرۍ ودانۍ ته ننوخي او پنځه ایرانیان نیسي. د مککرېسټال په وینا پنځه واړو ایرانیانو دیپلوماتیک پاسپورتونه درلودل خو د قدس ځواک غړي وو. جعفر او سلیماني هم دوی کې نه وو.

ظاهرآ د ایران دغه دوه پوځي چارواکي لاره کې له کاروانه جلا او د مسعودي بارزاني اړوند یوه خوندي کور ته وړل شوي وو.

جنرال مککرېسټال او جنرال پېتراېوس وايي د قدس ځواک د غړو تر نیول کېدو ۹ ورځې وروسته کربلا ښار کې ۵ تور او د اوږد شاسي موټرونه، چې چلوونکي یې انګلیسي خبرې کوي، پوځي جامو کې د امریکايي ځواکونو یوې اډې ته ننوځي، یو امریکايي سرتیری وژني او څلور نور ځان سره وړي، چې د هغوي مړي هم څو ساعته وروسته موندل کېږي.

دا عملیات عراق کې د مېشتو امریکايي ځواکونو او ایران پلوه ملیشو ترمنځ د تقابل بل باب پرانیزي.

قاسم سلیماني کربلا کې د پینځو امریکايي سرتیرو تر وژل کېدو وروسته د عراق د وخت د ولسمشر جلال طالباني په وسیله دغه هېواد کې د امریکا سفیر ته پیغام استوي او وايي: "د خمیني په روح قسم چې ما پر امریکايانو د یوه ډز اجازه نه ده ورکړې".

خو امریکایانو پر دې پیغام باور نه کوي.

په ۲۰۰۸ کال امریکا کې واک ته د اوباما له رسېدو او په ۲۰۱۱ کال له عراق د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د لنډ مهال لپاره له امریکايي ځواکونو سره د ایران د قدس ځواک او د ایران د ځايي متحدانو نښتې هم کمې شوې.

خو په ۲۰۱۶ کال سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ له رسېدو او ایران سره له اټومي هوکړې تر وتلو وروسته د دواړو خواو تقابل بېرته ډېر شو.

د سلیماني تر وژلو مخکې د نږدې یو کال موده کې یمن د نښتو، د سعودي عربستان د نفتو پر ارامکو تاسیساتو د برید، خلیج کې د تېلو لېږدونکو بېړیو کې د چاودنو او بغداد کې د امریکا پر سفارت د راکټي بریدونه له کبله له قدس ځواک او د دغه ځواک د سیمه ییزو متحدان سره د امریکا کړکیچ بیا اوج ته ورسېد.

خو په تهران او واشنګټن کې د سیاسي بهیر او واک ته د ټرمپ په رسیدو سره د سیمې په اړه د امریکا په سیاستونو کې له بدلون سره نورو په خبرو اترو کې دوه اړخیزې ګټې نه وې نغښتې نو دا ځل یې دښمنۍ ځواب په وژلو ورکړ.