تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عراق لومړی وزیر: حکومت مې ملېشه ډلو سره پرېکنده چلن ته چمتو دی
د عراق لومړي وزیر مصطفی کاظمي ویلي حکومت یې دغه هېواد کې له فعالو ملیشه ډلو سره "پرېکنده تقابل" ته چمتو دی.
ښاغلي کاظمي پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي د عراق حکومت هېواد کې د امنیت د ټینګښت مسئول دی او هڅه کوي چې خلک د نظام پر پوځي او امنیتي ادارو باورمن کړي.
هغه تېره شپه د پلازمېنې بغداد دوه جلا سیمې هم کتلې دي.
د عراق لومړي وزیر ویلي چا اجازه نه ورکوي چې بې ځایه خطر رامنځته کړي.
ښاغلی کاظمي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د بغداد زړه کې پر دېپلوماتیکې سیمې د تېرې اونۍ له توغندیزو بریدونو وروسته د عراق د امنیتي وضعیت د خرابېدو اندېښنې ډېرې شوې دي.
رسنیو ویلي د عراق امنیتي ځواکونو د دغه برید په تړاو د 'عصائب اهل الحق' په نوم د یوې ملیشه ډلې چې ویل کېږي د ایران له ملاتړه برخمنه ده - دوه غړي نیولي دي.
ویل شوي چې عصائب اهل الحق ډلې د خپلو غړو تر نیول کېدو وروسته بغداد کې غونډه هم کړې، خو د ایران فارس خبري اژانس د دې ډلې د یوه ویاند له خولې دا خبر رد کړی او ویلي یې دي چې دوی بغداد کې حضور نه لري.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بغداد زرغونه سیمه کې د دوی پر سفارت د توغندیزو بریدونو تور پر ایراني پلوه ډلو لګولی دی.
ښاغلي ټرمپ تهران ته خبرداری ورکړی چې که عراق کې یو امریکایی وګړی هم ووژل شي - دوی به یې ایران مسئول وګڼي.
خو د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي د بغداد وروستو بریدونو کې لاس نه لري او ګواکې دوی "پر دېپلوماتیکو او استوګنیزو سیمو بریدونه مردود ګڼي".
د عراق لومړي وزیر مصطفی کاظمي د خطر د مخنیوي خبره داسې مهال کړې چې ویل کېږي امریکا کې د حکومت مهمو امنیتي چارواکو د چارشنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې ناستې کړې او عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټیکو یا پوځي مرکزونو د هر ډول برید پر ځوابولو هوکړې ته رسېدلې دي.
رویټرز خبري اژانس د یوه چارواکي له خولې راخیستي و چې د امریکا دفاع وزارت سرپرست کرېس مېلر، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین سپینه ماڼۍ کې پر امریکايي اهدافو د احتمالي برید په هکله غونډه درلوده.
د امریکايي چارواکو اندېښنه ښايي له دې کبله وي چې د تېرې جنورۍ پر ۳مه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د ایران د قدس ځواک د پخواني مشر قاسم سلیماني د وژل کېدو لومړی تلین پوره کېږي او ایران د "سخت غچ" خبره کړې ده.
وروستیو پېښو عراق کې د امریکا او ایران ترمنځ د تقابل اندېښنې پېدا کړې دي.
د عراق یو سیاسي او مذهبي مشر مقتدا صدر همدغو اندېښنو ته په کتو د جمعې پر ورځ په ایران او امریکا غږ وکړ چې عراق دې خپلمنځي لانجو کې نه ورښکېلوي.