کووېډ-۱۹: د وېنټيلېټور چاودنې ترکیه کې د کورونا وېروس ۹ ناروغان ووژل

د خپرېدو وخت

د ترکیې سویل کې د کورونا ویروس د ناروغانو د درملنې په یوه روغتون کې وېنټیلېټور چاودلی او نهه ناروغان یې وژلي دي.

ځايي چارواکو ویلي دا پېښه غازیاتېپ ښار کې د سانکو پوهنتون د خصوصي روغتون د جدي څارنې څانګه کې شوې او اور هم ترې لګېدلی دی.

ویل کېږي د کورونا یو ناروغ له دې کبله مړ شوی چې تر پېښې وروسته بل روغتون ته لېږدول کېده.

جان هاپکنېز پوهنتون لخوا د خپرېدونکو شمېرو له مخې ترکیه کې د کورونا وېروس نږدې ۲ میلیون مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۷۶۱۰ کسان ترې مړه شوي دي.

د سانکو پوهنتون روغتون په یوه علامیه کې ویلي چې د پېښې قربانیان د ۵۶ او ۸۵ کلونو ترمنځ وو.

د پېښې د لامل مالومولو لپاره څېړنې پېل شوې دي.

د غازیانېپ د والي دفتر ویلي د سانکو پوهنتون د روغتون د جدي څارنې څانګه کې چې چاودنه پکې شوې د نورو ناروغانو درملنه هم کېده او هغوي نورو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالین په یوه ټویټ کې "ټپیانو ته د عاجلې روغتیا" هیله کړې ده.

تېره میاشت رومانیا کې پر کووېډ-۱۹ د اخته کسانو د درملنې یوه روغتون کې اور لګېدو ۱۰ ناروغان وژلي وو.

رپوټونو ویلي و دا اور له یوې روغتیايي وسیلې لګیدلی او د اکسیجن یوې نږدې ډبې ته رسیدلی و.

اکتوبر کې د روسیې په چېلیابینڅک سیمه کې د کورونا د درملنې په یوه لنډمهاله روغتون کې د اکسیجن غرفه کې چاودنه شوې وه.

د روسیې بېړنو چارو وزارت ویلي و د دې چاودنې او اورلګیدو له کبله اړ شول چې د کورونا وېروس د ۱۵۰ ناروغانو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي او هغوي د پېښې له ځایه وباسي.