د چرګې له کبله د لبنان پر پوله ترینګلتیا رامنځ ته شوې

د عکس سرچینه، Ali Shoeib
په لبنان کې پر خواله رسنیو د "#چرګه مې_راستنه_کړئ" هشټګ تر هغې وېډیو وروسته ډېر لاس په لاس شو، چې پر پوله (میس الجبل) سیمه کې د ۹ کلن ماشوم حسین شرتوني یوه وېډیو خپره شوه، چې چرګه یې په اغزن تار بند شوې پولې ته وتښتېده.
کله چې دغه ماشوم هلته ورغی اسراییلو پوځيانو هوايي ډزې وکړې، خو ده ویل چې "چرګه مې غواړم... دوی مې چرګه ونیوه او بیا یې رانه کړه".
دا کیسه په لومړي ځل د (المنار) تلوېزیون د خبریال علي شعیب په ټویټ کې راڅرګنده شوه.
ګڼو لبنانیانو له حسین سره خواخوږي ښودلې ده او یاد هشټګ تر لسو زرو ډېرو کسانو لاس په لاس او شریک کړی دی.
محمد عبدالله ویلي: "دا بې ګناه ماشوم تر خپل حق نه تېرېږي او ان له مرمیو هم وېره نه لري".
ګڼو نورو خواله رسنیو کارنو د لبنان پر پوله د روان وضعیت او په ګڼو عربي ښارونو کې له اسراییلو سره د دښمنۍ ختمولو او د سولې هوکړو په اړه څرګندونې کړې دي.
سندس ویلي: "د ماشوم چرګې ټول صهیونیستان ترهولي، خو تاج او پټکي لرونکي عربان د ذلت جام نوش جان کوي."
په مقابل کې، ګڼو نیوکه کړې چې د کورونا وبا په سیوري کې لبنانیان د چرګې د قضیې په اړه بوخت ساتل شوي، حال دا چې لبنان کې اقتصادي وضعیت ډېر ناوړه شوی او د سیمه ییز پولي واحد ارزښت رالوېدلی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
رباب حمزه لیکلي: "ولس کورونا، ډالر او فساد هېر کړی، او په (چرګه مې غواړم) مسلو بوخت دي، زما ولس ډېر دردېدلی".
ځینو خواله رسنیو کاروونکو ویلي، د لبنان ولس ځان په "بې ارزښته ستونزو" او "وهمي بریاوو" بوخت ساتلی.
لبناني نعت ویونکي علي برکات د (جنوبي چرګه) په نامه یوه نوې ترانه جوړه کړې ده.


















