تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان حکومت پر ضد احتجاج؛ فضل الرحمن اسلام اباد ته د لاریون اعلان وکړ
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د پاکستان دېموکراسۍ غورځنګ یا (پي ډي اېم) د یکشنبې پر ورځ د پنجاب مرکز لاهور ښار کې خپله وروستۍ ولسي غونډه وکړه. په دې غونډه کې د (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمن اعلان وکړ چې د راتلونکي کال پیل کې به د عمران خان حکومت پر ضد اسلام اباد ته لاریون کوي او له پارلمانه به هم استعفاوې کوي.
مولانا فضل الرحمن دې ولسي غونډې ته وویل چې دا لاریون به د جنورۍ میاشتې په وروستیو او یا هم د فبرورۍ په لومړیو ورځو کې کېږي.
نوموړي همدا راز ویلي چې د اپوزیسیون ګوندونو غړي به د واکمن تحریک انصاف ګوند پر ضد د خپل احتجاج په لړ کې له پارلمانه هم استعفاوې کوي.
مولانا فضل الرحمن یو ځل بیا تور پورې کړ چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند اوسنی حکومت د پوځ په مرسته او د درغلۍ له لارې جوړ شوی او نور د زغملو نه دی.
د پاکستان دېموکراسۍ غورځنګ د اپوزیسيون له شاوخوا ۱۱ ګوندونو جوړ دی، او مشري يې مذهبپال سیاستوال مولانا فضل الرحمان کوي.
خو پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بهټو د زوی - بلاول بوټو زرداري په ګډون پښتانه او بلوڅ ملتپال ګوندونه هم د دغه غورځنګ برخه دي.
د پاکستان دېموکراسۍ غورځنګ چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې د اپوزیسیون تر ټول ګوندیز کنفرانس وروسته جوړ شو، تر دې دمه يې په ګوجرات، کراچۍ، کوټه، پېښور او ملتان کې لویې ولسي غونډې کړې دې.
د "پي ډي اېم" مهمې څېرې څوک دي؟
د لاهور په نننۍ ولسي غونډه کې به پخوانی لومړی وزیر نوازشریف له لندنه د ويډیو له لارې وینا کوي او په غونډه کې به يې لور - مریم نواز شریف او د ګوند نور مهم مشران هم ګډون کوي.
د اپوزیسيون د دویم لوی ګوند، پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري، پښتون ملتپال سیاستوال محمود خان اڅکزی، افتاب احمد خان شېرپاو، میا افتخار حسین، د بلوڅو ملتپال سیاستوال سردار اختر مېنګل، ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او د ځينو نورو ګوندونو مشران هم ویناوي وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی محسن دوړ هم په پیل کې د (پي ډي اېم) ځینو جلسو کې ګډون وکړ.
خو ویل کېږي چې وروسته د (پي ډي اېم) ځینو غړو، په ځانګړې توګه د دې غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمن د ښاغلي دوړ له ګډون سره مخالف پیل کړ.
له دې مخالفتونو وروسته محسن دوړ اعلان وکړ چې له دې وروسته به د پي ډي اېم په غونډو کې ګډون نه کوي، خو د دې غورځنګ د غوښتنو ملاتړ به کوي.
د پنجاب ایالتي حکومت د لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف په واک کې دی، او د دېموکراسۍ غورځنګ ته يې د ولسي غونډې اجازه نه ده ورکړې.
خو د اپوزیسيون ګوندونو پلویانو په زوره هلته څوکۍ ايښې او د منار پاکستان میدان يې د دغې ولسي غونډې لپاره برابر کړی دی.
د پاکستان دېموکراسۍ غورځنګ غوښتنه کوي چې د لومړي وزیر عمران خان حکومت دې ختم کړل شي او په هېواد کې دې له سره ټولټاکنې وشي.
دوی تور پورې کوي چې د تېر ۲۰۱۸م کال په ټولټاکنو کې درغلي شوې او د دغې درغلۍ تور دوی پر پوځ او استخباراتو پورې کوي.
خو د پاکستان پوځ او واکمن تحریک انصاف ګوند تل دا تورونه رد کړي دي.