تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاولو روسي؛ د ایټالیا د فوټبال اتل چې د جنازې پر ورځ یې کور ولوټل شو
ایټالیا په ۱۹۸۲ کال د فوټبال نړیواله اتلولي وګټله چې پاولو روسي په دې اتلولۍ کې تر نورو برلاسی و.
د شنبې پر ورځ یې جنازه وه، خو اوس ځايي رسنۍ وايي د جنازې د مراسمو پر مهال یې کور لوټل شوی دی.
د فوټبال دغه پخوانی لوبغاړی د پنجشنبې پر ورځ د ۶۴ کلونو په عمر مړ شو او شنبه یې د ایټالیا د شمال ختیځ په ویچینزا ښار کې جنازه وه.
د ایټالیا انسا خبري اژانس د روسي د مېرمن فېدریکا کاپېلتي له خولې لیکلي چې کله د جنازې له مراسمو راستنه شوه، ویې لیدل چې کور یې وهل شوی دی.
په رپوټونو کې ویل شوي چې غلو د روسي د لاس کړۍ، نغدې پیسې او نور شیان ځان سره وړي دي.
پولیس پر دې پېښه خبر دي او ویل کېږي څېړنې یې پیل کړې دي.
روسي د فلورانس د سویل ختیځ 'پوجیو سېنینا' تفریحي ځای کې عضوي فارمي شرکت درلود او له خپلې کورنۍ سره په همدې کرنیزه سیمه کې اوسېده.
پاولو روسي د ایټالیا د فوټبال د تاریخ د تر ټولو ښو بریدګرو لوبغاړو له ډلې ګڼل کېده او پر مړینه یې د ټول هېواد په کچه خواشیني ښودل شوې ده.
هغه د ایټالیا د ملي لوبډلې لپاره په ۴۸ لوبو کې ۲۰ ګولونه وکړل چې شپږ کې د ۱۹۸۲ کال د نړیوالې اتلولۍ د ګټلو سیالیو کې وو.
نوموړي د کلبونو د کچې فوټبال کې هم ښه نوم درلود - له ویچینزا او ېوونتوس سره د 'سري اې' لیګ د دوو اتلولیو د ګټلو پر مهال مهم ګول وهونکی و.
ویچینزا کې زرګونه کسان د شنبې پر ورځ پاولو روسي سره د وروستۍ خدای پامانۍ لپاره راټول شوي وو.
د روسي تابوت د ۱۹۸۲ کال د نړیوال جام پر مهال نوموړي سره د ایټالیا ملي لوبډله کې لوبېدونکو ملګرو په اوږو ولېږداوه.
له دې ډلې کابریني ویلي: "ما یوازې لوبډوال نه، بلکې یو ملګری او یو ورور له لاسه ورکړ".
"موږ ګډه مبارزه کوله، لوبې مو ګټلې او کله ناکله بایللې - ان د نهیلۍ پر مهال به مو هم هڅه کوله چې له ځان څه ښکاره کړو. د یوې لوبډلې برخه وو، زموږ د ګډې ډلې. فکر مې نه کاوه چې دومره ژر به مو پرېږدي".
د روسي تابوت د جنازې تر مراسمو وړاندې په رومیو مېنټي لوبغالي کې اېښودل شوی و چې مینه وال یې درناوي او پر تابوت د ګلونو د ګېډیو اېښودلو ته ورتلل.
ایټالیا کې د شنبې ورځې د پلان شویو لوبو پرمهال - لوبغاړو هم د نوموړي په یاد پر مټو تورې پټۍ تړلې وې.
بېلابېلو لوبغالو کې د سیالیو تر پیل وړاندې د پاولو روسي روح ته د درناوي په پار یوه دقیقه چوپتیا خپره وه او پر لویو سکرینونو د هغه د تصویرونو ترڅنګ لیکل شوي وو چې "اتلان کله هم نه مري".