مراکش د امریکا په منځګړیتوب له اسرائیلو سره اړیکې عادي کوي

اسراییل، دیپلوماتیکي اړیکې، مینځنی ختیځ، فلسطین

د عکس سرچینه، Getty Images/EPA

د عکس تشریح، د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو له مراکش سره د اسراییلو اړیکې کېدل کېدل ''تاریخي'' پېښه بللې.
د خپرېدو وخت

مراکش چې د عرب لیګ غړی هېواد دی سلا شوی چې د امریکا په مرسته له اسراییلو سره خپلې اړیکې عادي کړي. د ۲۰۲۰ کال د اګست میاشتې راهیسې مراکش څلورم عربي هېواد دی چې له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو اعلان کوي.

په دې هکله د هوکړې له مخې به امریکا د سهارا په لوېدیځ کې د لانجمنې سیمې په اړه د مراکش ادعا په رسمیت پيژني.

پر دې دغې سیمې د مراکش او پولیساریو په نامه جبهې ترمنځ چې الجرایر یې ملاتړ کوي لانجه ده.

تر دې وړاندې عربي اماراتو، بحرین او سوډان د روان ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې د امریکا په منځګړیتوب له اسراییلو سره خپلې اړیکې عادي کړې وې.

د مصر او اردن په ګډون مراکش د عرب لیګ شپږ غړی هېواد دی چې له اسراییلو سره خپلې اړیکې عادي کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مراکش او اسراییلو ترمنځ د اړیکو عادې کولو هوکړه د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې اعلان کړه او ویې ویل ''یو بل تاریخي پرمختګ، زموږ دوه لوی ملګري اسراییل او د مراکش سلطنت هوکړه کړې چې خپلې دیپلوماتیکې اړیکې عادي کړي، دا په مینځني ختیځ کې د سولې لپاره یو لوی پرمختګ دی. ''

مراکش کې د سلطنتي ماڼۍ له خوا یوې اعلامیې کې هم تایید شوې پاچا له ولسمشر ټرمپ سره موافقه کړې چې مراکش به خپلې دیپلوماتیکې اړیکې ''بې له ځنډه له اسراییلو سره تینګوي. ''

په هوکړې کې څه شامل دي؟

سپینه ماڼۍ وايي ښاغلي ټرمپ او د مراکش پاچا محمد سره سلا شوي چې مراکش به ''له اسراییلو سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې له سره ټینګوي او د سیمې د ثبات لپاره به خپلې اقتصادي او کلتوري همکارۍ ډېروي. ''

د شوې هوکړې له مخې به دواړه هېوادونه خپل سفارتونه بېرته پرانیزي او د چارواکو په خبره مراکش د دواړو هېوادونو ترمنځ مستیقمو الوتنو ته هم اجازه ورکوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې په ۲۰۰۰م کال کې د فلسطینیانو له پاڅون وروسته پرې شوې وې.

د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو دا هوکړه 'تاریخي ' بللې ده. په یوه تلویزوني وینا کې ښاغلي نتنیاهو د مراکش له پاچا مننه وکړه او ویې ویل ''مخکې د اسراییلو او مراکش ولسونو تودې اړیکې لرلې. ''

فلسطین دا هوکړه غندلې ده

اسراییل، فلسطین، امریکا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر ټرمپ له پاچا محمد سره خبرې کړي او سلا شوي چې بې له ځنډه به د مراکش او اسراییلو اړیکې له سره ټینګې شي.

مصر، عربي اماراتو او بحرین په جلا جلا اعلامیو کې د مراکش او اسراییلو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو هرکلي کړی خو فلسطیني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ شوې هوکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا کار اسراییل هڅوي چې د فلسطینیانو حقونه ونه مني.

فلسطینیانو تر دې وړاندې د عرب لیګ غړو هېوادونو او اسراییلو ترمنځ شوې ورته هوکړې هم غندلې دي.

د مراکش له خوا په شاهي اعلامیې کې راغلي چې ''له اسراییلو سره د مراکش د اړیکو عادي کول په هېڅ ډول د فلسطین د قضیې په اړه د مراکش دریځ نه بدلوي. ''

اعلامیه زیاتوي چې پاچا محمد د فلسطینیانو له ولسمشر محمود عباس سره خبرې کړي او هغه ته یې ډاډ ورکړی چې ''هېڅکله به د فلسطینیانو د حقونو د غوښتنې لپاره له خپل رول نه په شاه نه شي. ''

اعلامیه وايي پاچا د اسراییلو ترڅنګ د خپلواک فلسطین جوړیدو خبره تکرار کړې ده.