د امریکا پوځي مشران له ښځینه عسکرو سره د ناوړه چلن له کبله شړل شوي

د عکس سرچینه، US Army
د امریکا پوځ د ټکزاس ایالت فورډ هوډ پوځي اډې هغه ۱۴ قومندانان او د ټیټې کچې مشران له دندو ګوښه کړي یا یې دندې ځنډول شوې، چې له ښځینه پوځیانو سره د ناوړه چلن، جنسي تېري او قتل تورونه پرې لګول شوي دي.
د دې ستونزو په اړه دې پوځي اډه کې پلټنې وروسته تر هغه پیل شوې، چې د وانیسا ګویلن په نوم یوه پوځۍ سږ کال مړه وموندل شوه.
د امریکا د پوځ وزیر ریان مکارتي ویلي: "په فورډ هوډ کې قضیې نېغ په نېغه د مشرتابه په ناکامۍ پورې اړه لري."
پوځ د ورکو شویو پوځيانو له قضیو سره په معامله کې د نوې تګلارې خپلولو امر هم کړی دی.
د تورنو پوځي مشرانو شړل او د دندو ځنډول یې د سې شنبې په ورځ اعلان شول، چې د جنرال سکاټ ایفلانټ او جنرال جیفري بروډواټر په ګډون مشهور جنرالان هم پکې دي.
مکارتي وویل، په فورډ هوټ اډه کې د اغلې ګویلن وژنې او په ټول کې د امریکا پوځ کې دې قضیې "زموږ ضمیر ته ټکان ورکړ او لا نورو ژورو ستونزو ته یې زموږ پام ورواړاوه".
نوموړي خبریالانو ته وویل، دې کار :"موږ اړ کړو چې پر خپلو سیستمونو، تګلارو او خپلو ځانونو بیا کتنه وکړو."
۲۰ کلنه ګویلن دوه میاشتې ورکه وه چې بالاخره په تېره جون میاشت کې یې مړی وموندل شو.
څېړونکي وايي، دا په فورډ هوډ کې تر مرګه وهل شوې ده.
د هغې په قضیه مې مشکوک کس ارون روبنسن د جولای پر لومړۍ نېټه هغه مهال خپل ځان وواژه، چې پولیس یې د نیولو په لټه کې وو.
د ګویلن کورنۍ وايي، روبنسن یې لور ځورولې ده، خو چارواکي وايي، د هغې د ربړولو او یا پرې د جنسي تېري کوم دلیل لا نه دی موندل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
لاهم په دې اړه څېړنه روانه ده.
د امریکا پوځ کې د شړلو دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي، چې د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې، یو کال وړاندې فورډ هوډ اډه کې ۲۵ پوځيان ځانوژنو، جرمونو او نورو پېښو کې وژل شوي وو.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي: "کله چې یو جګپوړی مشر باور له لاسه ورکړي، نو دا کس باید لیرې کړل شي."
مکارتي د سې شنبې په ورځ یوه نوې تګلاره هم اعلان کړه چې له مخې به یې د پوځ د ورکو شویو پوځیانو د لټون لپاره تر خپله وسه هڅه کېږي.




















