هند کې ناپېژاندې ناروغۍ تر ۲۲۷ کسان ونیول

هند

د عکس سرچینه، PTI

د عکس تشریح، ناروغان کانګې کوي او بې هوشېږي.
د خپرېدو وخت

د هند سوېلي ایالت اندراپردېش کې چارواکي وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د ناپېژاندې ناروغۍ له امله دغه ایالت کې یو کس مړ شوی او تر ۲۲۷ نور روغتون کې بستر شوي دي.

دا ناروغي د اندرا پردېش ایالت په ایلورو ښار کې پیدا شوې او ډاکټران وايي، نښې یې کانګې او بې هوشي ده.

په ایلورو حکومتي روغتون کې څو کټونه د راتلونکو ممکنه ناروغانو ته بېل شوي دي.

دا په داسې مهال ده چې هند له امریکا وروسته په نړۍ کې د کورونا وبا له امله ډېر ځپل شوی او لا هم له دې وبا سره لاس او ګرېوان دی.

اندراپردېش په هند کې د کورونا له امله ډېرو ځپل شوو ایالتونو کې دی او تر اتو لکو د ډېرو کووېډ-۱۹ ناروغانو لرلو سره دغه هېواد کې دریم نمبر دی.

ځايي رسنۍ وايي، په دې ناروغۍ د اخته کسانو کورونا هم معاینه شوې، خو دا وېروس نه لري.

د اندرا پردېش ایالت د روغتیا وزیر الا کالي کریشنا سرینیویس هم وايي، د دې کسانو د وینې معاینه ښيي چې دا ناروغي ویروسي نه ده.

د هغه په خبره، د دې ناروغۍ کسانو په تېره ماشومانو ته د سترګو د سوي له شکایت وروسته کانګې ورځي.

تر درملنې وروسته اوه کسان رخصت شوي، خو لا هم په لسګونو نور په روغتون کې بستر دی.

چارواکي

الا کالي کریشنا سرینیویس وايي، د دې کسانو د وینې معاینه ښيي چې دا ناروغي ویروسي نه ده.

د نوموړي په خبره، ځايي چارواکو چې د ناروغۍ سیمه لیدلې، نو دا امکان ور کوي چې ښايي دا ناروغي د هوا ککړتیا له امله پېښه شوې وي:

"دا ناپېژندلې ناروغي ده او یواځې د معاینې نتیجه یې عامل مشخصولی شي."

د حکومت سیاسي مخالفان هم د دې ناروغۍ لامل د هوا ککړتیا بولي.