امریکا کې له کورونا په یوه ورځ ۱۱ سوه کسان مړه او تر یو لک ډېر نوي اخته شول

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا کووېډ څار پروژه وايي، دغه هېواد کې د چارشنبې په ورځ له یو لک ډېر کسان په کورونا اخته شوي چې په خپل ډول کې نوی ریکارډ دی.
دا اداره وايي، د چارشنبې په ورځ د دومره ډېرو کسانو اخته کېدل په دې مانا نه دي چې ټېسټونه زیات شوي دي.
په دا مهال له یوولس سوو ډېر کسان له کورونا په امریکا کې مړه شوي دي.
امریکا کې د کورونا پېښو ډېرېدل په داسې مهال دي چې دغه هېواد کې د ټاکنو په هکله ناندریو دا وبا له سیوري لاندې راوستې ده.
دا مهال امریکا کې له پنځو لکو ډېر کسان د کورونا له امله روغتونونو کې بستر دي او دا د اکټوبر د لومړیو ورځو پرتله ۶۴ سلنه ډېروالی ښيي.
امریکا کې له کووېډ-۱۹ د مړینې کچه هم بیا ډېره شوې، خو بیا هم د دې وبا تر پیل ټیټه ده.
امریکا کې ۹،۵ میلیون کسان په کورونا اخته شوي او تر دوه لکو ۲۳ زره کسان ترې مړه شوي دي.
امریکا په ټوله نړۍ کې تر بل هر هېواد د کورونا ډېر ناروغان لري.


















