ټرمپ فلوریډا کې تر رایه اچولو وروسته درېیو ایالتونو ته ځي

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروسته له هغه چې فلوریدا ایالت کې صندوق ته خپله رایه واچوله، د کمپاین لپاره درېیو ایالتونو ته ولاړ.

دی چې د دیموکرات ګوند لخوا ولسمشرۍ ته نوماند جوبایډن څخه په ملي ټولیزه نظر پوښتنه کې شا ته پاتې دی شمالي کارولینا، اوهایو او ویسکانسین کې په لویو ټاکنیزو غونډو کې برخه اخلي.

د امریکا ټاکنو اته ورځې پاتې دي، خو تر دې دمه له ۵۰ میلیونو ډېرې رایې د پست له لارې ټولې شوې دي.

که څه هم امریکا کې د کورونا وبا په چټکۍ خپریږي ټرمپ په څو لویو ټاکنیزو غونډو کې برخه اخلي.

ده د شنبې په ورځ د شمالي کارولینا په لومبرتون ښار کې وویل، د کورونا وبا هسې غټه ښودل کېږي او ده خپل دیموکرات سیال جوبایډ ملنډې ووهلې چې د یو سخت ژمي راتګ خبرداری یې ورکړی و.

ښاغلي بایډن په همدې ورځ پنسلوانیا کې یوې غونډې ته حاضر شو چې خلکو له خپلو موټرونو سره په کې برخه اخیسته وه او وویل: "موږ دا هوډ نه لرو چې خپلې غونډې د کورونا وبا د خپرېدو په مرکز بدلې کړو".

جوبایډن په ملي نظرپوښتنو کې شاوخوا اته سلنه له ډونلډ ټرمپ مخکې دی، خو په ځینو ایالتونو کې د سیالۍ څرخ له یو بل سره ډېر نژدې دی.

ډونلډ ټرمپ چېرې رایه ورکړه؟

ښاغلي ټرمپ د فلوریډا په وسټ پام بیچ کې خپل کور ته نژدې یوه کتابتون کې رایه ورکړه.

هغه یو مخکې له نیویارک فلوریدا ته کډه شوی دی.

نوموړي له رایې ورکولو وروسته وویل: " ما د ټرمپ په نامه یوه کس ته رایه ورکړه."