د ټرمپ حکومت 'غواړي د جوبایډن بریا صورت کې پر ایران د بندیزونو لرې کول ستونزمن کړي'

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا و لسمشریزو ټاکنو دوه مخکښ نوماندان، هر یو د خپلې بریا خبره کوي
د خپرېدو وخت

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه وایي، د ټرمپ حکومت په دې لټه کې دی چې د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې په ایران یو شمېر بندیزونه ولګوي، چې د جوبایډن په راتګ سره د دغو بندیزونو لرې کول به د راتلونکي حکومت لپاره ستونزې رامنځته کړي.

دغه ورځپاڼه لیکي، بایډن په ځینو ایالتونو کې له ولسمشر ټرمپ ورسته دی.

د امریکا چارواکې له دې ویره لري چې د موکراتانو د ګوند د نوماند له بریا ورسته به په ایران فشارونه د یوې هستوي او امنیتي هوکړې لپاره اړین وي، چې بدلون وکړي.

د اسلامي جمهوریت د مخالفینو لپاره بایډن غوره دی که ټرمپ؟

وال سټریټ ژورنال وایي، ټرمپ د همدې لپاره په ایران بندیزونه لګولي چې د هغوی له منځه وړل ستونزمن شي.

ددغې ورځپاڼې په وینا، ټرمپ په دې هڅه کې دی چې د ایران په حیاتي برخو لکه صنایع، پتروشیمي او فلزي صنایع باندې لا زیات بندیزونه ولګوي.

ښاغلي بایډن ویلي، د امریکا په ټاکنو کې د بریا په صورت کې او پر پخوانیو هوکړو د ایران پاتې کېدل به امریکا اتومي هوکړې ته وروګرځوي.

ښاغلي ټرمپ هم ویلي، چې د ده د ادارې لخوا تګلارو د ایران پر اقتصاد لوی ګوزار کړی چې له همدې امله په ټاکنو کې په بریالیتوب به ایران لومړنی هېواد وي چې ده ته به زنګ وهي او د نوې هوکړې غوښتنه به ترې کوي.