سودان او اسراییل د اړیکو عادي کولو لپاره هوکړه وکړه

د خپرېدو وخت

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، سودان له اسراييل سره اړیکي عادي کوي. سودان د عرب لیګ وروستی غړی هېواد دی، چې دغه اقدام کوي. دغه اعلان له هغه وروسته شوی، چې ښاغلي ټرمپ له ترهګرۍ سره د مرستندویه هېوادونو له امریکايي لیسته د سودان نوم لېرې کړ، او د مرستو او پانګونې لړ کې پر سودان لګېدلي بندیزونه لېرې شول.

د دې اعلان پر مهال ښاغلي ټرمپ وویل:

''لږ تر لږه پنځه نور عربي هېوادونه غواړي له اسراییل سره د سولې هوکړه وکړي. ''

له دې څو اونۍ مخکې متحدو عربي اماراتو او بحرین ورته اقدام کړی و. دې دواړو خلیجي هېوادونو په منځني ختیځ کې ۲۶ کاله وروسته اسراییل په رسمیت وپېژاند.

اردن په ۱۹۹۴ کې او مصر په ۱۹۷۹ کال کې له اسراییل سره د سولې هوکړه کړې.

د عرب لیګ یوه افریقايي غړي هېواد موریتانیا بیا په ۲۰۰۹ کال کې اسراییل په رسمیت وپېژاند، خو ۱۰ کاله وروسته یې ورسره اړیکي پرې کړل.

فلسطینیانو بیا له اسراییل سره د عربي هېوادونو اړیکو رسمي کول غندلي او دا له خپل هدف سره خیانت بولي.

په دودیز ډول عربي هېوادونو له اسراییل سره خبرې له هغو سیمو د اسراییل وتلو پورې مشروطې کړې، چې ۱۹۶۷ کې یې لاندې کړې دي.

دوی یو بل شرط د فلسطین هېواد رامنځته کول بلل، چې پلازمېنه یې په ختیځ بیت المقدس کې وي.

له هغه سملاسي وروسته چې ښاغلي ټرمپ د سودان نوم د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو له نوملړه رسماً لېرې کړ، خبریالان سپینې ماڼۍ ته داسې حال کې وبلل شول، چې ولسمشر ټرمپ له اسراییلي او سوداني مشرانو سره د ټیلیفون له لارې خبرې کولې.

اسراییل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو وايي، دا هوکړه د 'سولې پر لور چټک ګام ' او د 'د نوي دور ' پیلامه ده. د نوموړي په وینا اسراییلي او سوداني پلاوي به د اقتصادي، او کرنیزې همکارۍ لپاره سره وویني.

سوداني لومړي وزیر عبدالله همدوک د ولسمشر ټرمپ مننه وکړه، چې سودان یې د ترهګرۍ له لیسته وایست او په وینا یې سودان حکومت ' 'د داسې نړیوالو اړیکو لپاره کار کوي، چې زموږ خلکو ته ګټور وي. ''

د ولسمشر ټرمپ سلاکار جود دیري وايي:

''ایراهیمي توافق کې د یوه بل عربي هېواد ګډون په منځني ختیځ کې د سولې لپاره یو مهم ګام دی. '' د ابراهیمي توافق اصطلاح له عربي متحدو اماراتو او بحرین سره د لاسلیک شویو هوکړو لپاره کاروول شوې.

بل لور ته د فلسطین ازادۍ سازمان 'پي ایل او ' یوه مسوول واصل ابو یوسف ویلي: ''له سودان سره هوکړه دفلسطینیانو پر شا د خنجر یو بل ګوزا دی. ''