یوې مور خپل دوه ماشومان د عراق دجله سېند ته غورځولي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د عربي نړۍ د خواله رسنیو کارنو(کاروونکو) او عراقیانو وروسته تر هغه پر خواله رسنیو تاوده بحثونه پیل کړل، چې یوې ښځې بغداد کې د دجله سېند پر سر د جوړ شوي 'أئمة' پله له سره خپل دوه ماشومان اوبو ته وغورځول.

په یوه وېډيويي کلیپ کې- چې پر خواله رسنیو ډېر زیات لاس په لاس شوی- ښکاري چې یوې ښځې خپل یو ماشوم په غېږ کې او بل یې تر لاس نیولی او دواړه ماشومان اوبو ته غورځوي او ډوبېږي.

ډېری عراقیانو د دغه کلیپ د کره والي په اړه شک ښودلی او دا یې مازې یوه نمایشي صحنه بللې وه.

خو د دې ویډیو کره والی وروسته له هغه یقیني شو چې امنیتي ځواکونو دا ښځه ونیوله، هغې پوښتنو ګروېږنو کې ومنله چې دا کار یې کړی دی.

تر پېښې دوه ورځې وروسته پولیسو د دوشنبې په ماښام وویل، د یوه ډوب شوي ماشوم مړی یې وموند، خو د بل په لټه کې دي.

فعالانو ویلي، دا ماشومان د دې عراقۍ بچیان وو چې په وینا یې "د خپل ناوړه اقتصادي او ټولنیز وضعیت له کبله یې غوښتل ځان ترې خلاص کړي."

خو ځینو خبري رسنیو او وېبپاڼو ویلي، دې ښځې دا کار له خپل هغه مېړه سره چې مخکې یې دا طلاقه کړې وه، د اختلاف له کبله کړی ځکه هغه ترې د خپلو ماشومانو د ساتلو حق اخیستی و.

بل خوا، ځینو فعالانو د ماشومانو د ډوبولو د وېډیو خپرولو سره ویلي، د دغو ماشومانو پلار د پېښې ځای ته نژدې و او د هغوی د ډوبېدو پرمهال یې ژړل.

د خواله رسنیو ځینې کارنو دا یو "وحشیانه" عمل بللی او د ښځې لپاره یې تر ټولو درنه سزا غوښتې ده.

یوشمېر نورو بیا د دې جرم د انګیزې او احتمالي سزا په اړه پوښتلي. نورو بیا د ماشومانو د نفقې او ساتنې د قوانینو بدلولو اړتیا رامخې ته کړې ده.

ځینې پر دې اند دي چې د بې وزلۍ له کبله باید دا ډول جرمونه ونه شي او د ماشومانو په حق کې دا ډول مجرمینو ته یې د اعدام سزا غوښتې ده.

"دا په خپل ډول کې لومړی جرم نه دی"

دجله سېند کې د ماشومانو غورځول په خپل ډول کې لومړی جرم نه دی، مخکې هم هلته ورته جرمونه شوي.

په کربلا کې یوه پلار له خپلې مېرمنې د غچ اخیستو لپاره خپل ویده ماشومان هم هلته سوځولي وو.

د کورونا وبا له خپرېدا راهیسې، ملګرو ملتونو په عراق کې د تاوتریخوالي - په تېره له ماشومانو سره د ناوړه چلن پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.