تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له کنګل تابوته ژوندی ژغورل شوی سړی ومړ
هغه هندی مړ شوی، چې له دې مخکې د مړینې ګومان پرې شوی و او له یخچاله ژوندی راایستل شوی و. د تامل ناډو ایالت یوه شخصي روغتون ډاکتر د دوشنبې پر ورځ ۷۴ کلن بالاسوبرمانیم مړینه تایید کړې وه او په یخچالي تابوت کې اېښودل شوی و.
پر دویمه ورځ یې خپلوانو د وروستیو مراسمو لپاره لېږداوه، چې د نوموړي بدن کې یې خوځښت ولید او ورته معلومه شوه، چې ژوندی دی.
نوموړی بېرته روغتون ته لېږدول شوی و، خو د جمعې پر ورځ یې ساه ورکړه.
په سویلي ښار سلیم کې د دولتي روغتون مشر بي بي سي تامل څانګې ته ویلي، ناروغ د بې هوښۍ وضعیت کې روغتون کې بستري شوی و او د سږو اړوند ستونزې له کبله ومړ.
نوموړی وايي، معلومه نه ده، چې ښاغلي بالاسوبرمانیم څو ساعته په یخچال کې تېر کړي وو.
د دوشنبې پر ورځ د نوموړي د مړینې له اعلان وروسته خپلوانو کور ته لېږدولی و، له یوې ځايي ادارې یې د یخچالي تابوت غوښتنه کړې وه او سې شنبه یې د وروستیو مراسمو لپاره ټاکلې وه.
د وروستیو مراسمو ترسره کوونکي شرکت مسوولین بیا وايي، 'د بالاسوبرمانیم ورور ورته ویلي و، چې د هغه د مړینې په تړاو د ډاکتر لاسلیک شوی لیک ورسره دی. '
بل لور ته د سلیم ښار پولیسو مشر سینتهیل کومار وايي، د بالاسوبرمانیم خپلوان نه دي توانیدلي د هغه د مړیني رسمي سند تر لاسه کړي.
دوی د کورنۍ خلاف 'له خطر سره د انساني ژوند مخامخولو کې له بېړې د کار اخیستو ' لپاره دوسیه ثبت کړې ده.
پولیس وايي، د مړه سړي خپلوان ادعا کوي، چې بالاسوبرمانیم له عصبي ناروغۍ هم رنځېد. بالاسوبرمانیم له مېرمنې، دوو لوڼو او یوه ورور سره ژوند کاوه.
تر اوسه معلومه نه ده، چې په تابوت کې دننه نوموړی په کنګل درجه حرارت کې څنګه ژوندی پاتې شوی.
د هغه شخصي روغتون له مسوولینو هم پوښتنې ګروېږنې کېږي، چې لومړی یې نوموړی مړ اعلان کړی و.