تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا فرانسه کې په یوه ورځ تر ۳۰ زرو ډېر کسان ونیول
فرانسوي چارواکي وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه پاریس او اتو نورو ښارونو کې د شپې ټولبندیز د پلي کېدو درشل کې په یوه ورځ د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر خورا ډېر شوی دی.
د پنجشنبې په ورځ دغه هېواد کې ۳۰ زره ۶۲۱ کسان په کورونا اخته بلل شوي او تر دې یوه ورځ مخکې پرې ۲۲ زره ۵۹۱ کسان کورونا شوي وو.
د روغتیا نړیواله اداره خبرداری ور کوي، چې د ژوند خوندیتوب لپاره د سختو بندیزونو لګول ډېر ضروري دي.
په اروپا کې میلیونونو خلکو ته ویل شوي چې د کورونا دویمې څپې سره د حکومتونو د مقابلې لپاره باید سخت ژوند ومني.
له شنبې به د لندن په سرپټو ځایونو کې غونډېدلو باندې بندیز لګېږي.
پر فرانسه سربېره ایټالیا، پولنډ او جرمني کې هم د معاینې له پیلېدو راهیسې اول ځل په یوه ورځ کې د نویو اخته کسانو شمېر خورا لوړ برید ته رسېدلی دی.
روسیه کې هم د کورونا وېروس له پیلېدو راهیسې په لومړي ځل د ډېرو کسانو مړینه تایید شوې چې شمېر یې ۲۸۶ ته رسېږي.
په اروپا کې له کورونا د ورځې تر زرو ډېر کسان مري او په دا مهال د روغتیا نړیوالې ادارې پر اروپايي حکومتونو غږ کړی چې لاس په کار شي.
فرانسه څه کوي؟
د فرانسې ولسمشر د چارشنبې په ورځ نوي محدودیتونه اعلان کړل چې له مخې یې دغه هېواد کې د نويو اخته کسانو زیاتېدونکی شمېر کنټرول کړي؟
د پلازمېنې پاریس او اتو نورو ښآرونو اوسېدونکي له ضروري کار پرته د شپې له کور وتلی نه شي.
دا بندیزونه له شنبې د څلورو اونیو لپاره پلي کېږي.
د فرانسې لومړی وزیر جین کاسټېکس وايي، د دې بندیزونو پلي کولو لپاره به پولیس لاس په کار شي.
هغه دا هم وویل، چې حکومت د کورونا کنټرولولو او د دولتي پور شپږ میاشتې اوږدولو سره اقتصادي پیاوړتیا لپاره نور ګامونه هم پورته کوي.