تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قرغزستان ولسمشر "د وینې تویېدو مخنیوي لپاره" استعفا وکړه
د قرغزستان ولسمشر سورونبای جینبکوف په دې هېواد کې د پراخو لاریونونو په لړ کې له خپلې دندې استعفا کړې ده. نوموړي ویلي، د وینې تویېدو د مخنیوي پخاطر له خپلې دندې لاس په سر شوی.
هغه ویلي، نه غواړي د داسې ولسمشر په توګه یې د قرغزستان په تاریخ کې نوم ثبت شي، چېلاسونه یې د خپلو وګړو په وینو ککړ وي.
سورونبای جینبکوف خلک سولې ته وروبلل او خبرداری یې ورکړ چې هېواد یې د کړکېچ په درشل کې دی.
بیشکک کې د بي بي سي خبریال وايي، ښکاري چې د ښاغلي جینبکوف استفعا به کړکېچ لا پسې ژور کړي.
قرغزستان له کابو یوې نیمې اونۍ راپدېخوا، د پارلماني ټاکنو د پایلو په تړاو تاوتریخوالي او سیاسي کړکېچ کې ایسار دی.
د پارلماني ټاکنو د اعلان شویو پایلو مخالفان وايي، ټاکنو کې درغلۍ شوې؛ چې نړیوالو څارونکو یې دا ادعا "موجه" او د "اندېښنې وړ" بللې ده.
تر اعتراضونو وروسته، چارواکو بله چاره نه لرله چې د پارلماني ټاکنو لانجمنې پایلې لغوه نه کړي.
په تېرو څو ورځو کې، لاریونیان د پلازمېنې بیشکک واټونو ته راوتلي وو چې د پارلمان ودانۍ او ځینې نورې دولتي ادارې یې پخپله ولکه کې راوستلې.
سورونبای جینبکوف وړاندې ویلي وو، چې له واکه لیرې کېدو ته چمتو دی. هغه بي بي سي ته ویلي وو: "چمتو یم دا مسئولیت قوي مشرانو ته وسپارم"، خو دا یې ونه ویل څوک یې په پام کې نیولی.
په ۱۹۹۱ کال کې له پخواني شوروي اتحاده د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته، دا د قرغستان درېیم ولسمشر دی چې له خپلې دندې لاس پر سر کېږي.
په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کلونو کې هم لاریونونه د دولت د ړنګېدا او د ولسمشر د استعفا لامل شول.
قرغستان په منځنۍ اسیا کې د خپلو ګاونډیانو پرتله نسبتاً په ازادو ټاکنو شهرت لري.