د قرغزستان د پارلماني ټاکنو پایلې له خونړیو اعتراضونو وروسته لغوه شوې

د ویډیو تشریح، زرګونه کسانو مظاهره کې ګډون کړی دی.
د خپرېدو وخت

د قرغزستان د ټاکنو کمیسیون په دې هېواد کې له پراخو او خونړیو اعتراضونو وروسته د پارلماني ټاکنو پایلې لغوه کړې دي. دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي چې تېره شپه لاریونوال په زوره د پارلمان ودانۍ ته ننوتل او د ټاکنو د بیا ترسره کېدو غوښتنه یې کوله.

په ځینو وېډیوګانو کې ښکاري چې سلګونه کسان د پارلمان پر ودانۍ ورننوتلي او له کړکیو پاڼې راغورځوي او نور کسان د پارلمان د مشر دفتر ته ننوتلي.

دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د پارلماني ټاکنو پایلو وښوده چې ولسمشر سورونبای جینبیکوف ته نږدې سیاسي ډلې پکې بریالۍ شوې دي.

خو ولسمشر جینبیکوف تور لګولی چې ځینې سیاسي ډلې هڅه کوي چې په زور واک ترلاسه کړي. نوموړي ویلي، شپاړس واړه ګوندونه به راغونډ کړي چې په هېواد کې روانه ترینګلتیا له منځه ولاړه شي.

خونړيو اعتراضونو کې سلګونه کسان ټپیان شوي دي

Opposition protesters against the parliamentary election results storm the gates of the Government House in central Bishkek, Kyrgyzstan, 5 October 2020

د عکس سرچینه، EPA

پارلمان ته د مظاهره چیانو تر ننوتلو څو ګړۍ مخکې او د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته د قرغزستان بیشکک ښار کې د بلوا ضد پولیسو او دوی ترمنځ اخو ډب رامنځ ته شوی و.

پولیسو د لاریونوالو د تیت پرکولو پرضد بې باروتو مرمۍ، اوښلن ګاز او اوبه کارولې دي. ګڼ شمېر پارېدلي خلک په الاتو میدان کې راغونډ شوي وو.

د قرغزستان د روغتیا وزارت د یوې اعلامیې له مخې، په دې اخوډب کې سلګونه کسان ټپي شوي، چې د قانون پلي کوونکي ځواک کسان هم پکې شامل دي.

د رپوټونو له مخې په دې تاوتریخوالي کې یو کس وژل شوی هم دی، او کابو ۱۵۰ ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.

د پارلماني ټاکنو جنجالي پایلې

د قرغیزستان ولسمشر ویلي، پارلماني ټاکنو کې ټول ګډون کوونکي ګوندونه به د روان وضعیت د کابو کولو لپاره راوغواړي

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، د قرغزستان ولسمشر ویلي، پارلماني ټاکنو کې ټول ګډون کوونکي ګوندونه به د روان وضعیت د کابو کولو لپاره راوغواړي

په پارلماني ټاکنو کې ۱۶ ګوندونو ګډون کړی و، چې یوازې څلورو ګوندونو ۷ سلنه رایې وګټلې. د قانون له مخې هر ګوند پارلمان ته د تګ لپاره باید لږ تر لږه ۷ سلنه رایې وګتي.

په دې څلورو ګوندونو کې چې پارلمان ته د تګ ټاکل شوې کچې رایې یې ګټلې دي، درې یې د قرغیزستان ولسمشر سورونبای جینبیکوف ته نژدې ګوندونه دي.

ولسمشر ته نژدې ګوندونه په پیسو د رایو اخیستو او ټاکنو کې د درغلیو له تورونو سره مخامخ دي، چې همدې تورونو نړیواله ټولنه د دې ټاکنو په اړه اندېښمنه کړې او دا ټاکنې باید له نژدې وڅاري.