باسمتي وریژو باندې د هند دعوه؛ پاکستاني صادراتو ته څومره لوی خطر دی؟

باسمتی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، باسمتي وریزې له پاکستان پنځه لکه ټنه او له هند ۴۰ لکه ټنه اروپايي ټولنې ته صادرې شوې دي.
    • Author, تنویر ملک
    • دنده, خبریال، کراچۍ
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان د وریژو صادراتو کې باسمتي وریژو د اروپايي ټولنې هېوادونو کې لوی بازار نیولی دی، خو له هند هم دا ډول وریژې دې ټولنې ته صادرېږي.

اوس هند له اروپايي ټولنې غوښتنه کړې، چې دا غله دانه د هندي تولید په نوم ثبت کړي.

پاکستان کې د وریژو صادروونکې څانګه د هند دا دعوه ناروا بولي او وېره ښيي که نوی ډېلی خپله دعوه کې کامیاب شي، نو د پاکستان باسمتي وریژو ته به لوی ګوزار ورکړي.

د پاکستان چارواکي لاس په کار شوي او دا سلا مشورې یې پیل کړې چې څنګه د هند مقابله وکړي.

دوی هم هڅه کوي ژر اروپايي ټولنه کې خواست وکړي او دا هیله لري چې هند به باسمتي وریژو ټول حقونه د ځان په نوم نه کړي.

د جي ای قانون څه وايي؟

چاول

د عکس سرچینه، Thinkstock

هند د جیوګرافیکل اندېکشنز یا جي ای د قوانینو له مخې خپله غوښته کړې ده.

دا قوانین د نړیوالې سوداګرۍ ټولنې غړو هېوادونو جوړ کړي او له مخې یې د ځانګړي تولید یا پراډکټ اصلي ځای او ځانګړنې په نښه کېږي.

یاني د یوه تولید خوند، بوی او کېفيت له تاریخي پلوه په یوه ځانګړې جغرافیا پورې تړلی بلل کېږي.

هند څو کاله مخکې د جي ای قوانین پلي کړي، خو پاکستان دا قوانین سږني مارچ کې منظور کړل، مګر لا یې پلي کړي نه دي.

د پاکستان وریژو صادروونکو ټولنې پخوانی مرستیال مشر توفیق احمدخان وايي، هند دې برخه کې له هند وېش مخکې هم له هغو سندونو او ډېکشنریو مرسته اخیستې چې پکې باسمتي وریژې د هند تولید بلل شوی دی.

هغه زیاتوي، د هند نیمه وچې له وېش مخکې د پاکستان اوسنۍ سیمې د برتانوي هند برخه وې، چې باسمتي وریژې پکې پیدا کېدې، خو هند چالاکۍ سره یوازې د هندوستان کلیمه کاروي، چې د پاکستان له زېږېدو مخکې سندونو او ډېکشنریو کې لیکل شوې ده.

د باسمتي وریژو تاریخي شالید

رائس

د عکس سرچینه، Getty Images

هند نیمه وچه کې د باسمتي وریژو تاریخ شاوخوا دوو سوو کلونو ته رسېږي.

دا وریژې چې ځانګړی خوند او بوی لري د چناب او ستلج سیندونو ترمنځ خاوره کې کرل کېږي.

د پاکستان سیالکوټ، نارووال، شیخپوره، ګجرات، ګوجرانواله، منډي بهاوالدین او حاقظ اباد د باسمتي وریژو له پلوه تاریخي اهمیت لري او د هند ختیځ پنجاب، هریانه، جمو کشمیر کې هم تاریخي مخینه لري.

اوس باسمتي وریژې نورو سیمو کې هم کرل کېږي، خو تر دودیزو سیمو یې لږ توپیر شته.

توفیق احمد خان وايي، دا وریژې افریقا او امریکا کې هم کرل کېږي، خو هغسې خوند یې نشته لکه د پاکستان او هند تاریخي سیمو کې چې کرل کېږي.

نوموړی دا وریژې د پاکستان او هند ګډ میراث بولي.

د پاکستان د باسمتي وریژو صادرات

چاول

د عکس سرچینه، AFP

پاکستان تېر کال د ټولو وریژو دوه میلیارد ډالره صادرات درلودل او تر څلوېښت لکه ټنو ډېرې وریژې یې بهر لېږلې وې.

دې کې پنځه لکه ټنه باسمتي او پاتې ۳۵ لکه ټنه نورې وریژې وې.

پاکستان تر ډېره چین، کینیا او اروپايي هېوادونو ته وریژې لېږي.

کینیا کې د پاکستان باسمتي وریژې ډېر مینوال لري، چین ته هر ډول وریژې لېږي، خو اروپايي ټولنې ته یې ډېر صادرات د باسمتي وریژو دي.

خو د پاکستان پرتله هند څلوېښت لکه ټنه باسمتي وریژې صادروي.

د هند ګام سره د پاکستان باسمتي وریژو ته څه خطر پېښېږي؟

د باسمتي وریژو صادروونکی توفیق احمد د دې وریژو پر حق د هند دعوه د بدنیتۍ له امله بولي او وايي، دا غله دانه هند او پاکستان دواړو کې پیدا کېږي.

نوموړی وایي، که هند دعوه وګټي نو یو "بربادوونکی" حالت به دا وي چې هند به دغه وريژې په خپل نوم ثبت کړي او سبا به په دعوې سره ویلی شي چې دا وريژې زموږ دي او تاسې يې نوم نه شئ کارولی، که کاروئ يې نو بیا به يې په بدل کې هند ته امتیاز ورکوئ.

نوموړی وايي، دا وېره شته چې هند خپله دعوه کې بریالی شي، خو پاکستان درې میاشتې وخت لري او اروپايي ټولنې ته ویلی شي چې د هند دعوه ناسمه ده.

د پاکستان وریژو صادروونکې ملي ټولنې مشر زاهد خواجه هم وايي، پاکستان ته پکار دي چې د هند د دعوې ګټلو مخه ونیسي.

پاکستان د هند دعوه ناسمه ثابتولی شي؟

چاول

د عکس سرچینه، Reuters

د هند له خوا اروپايي ټولنې ته د باسمتي وریژو په هکله له دې وړاندیز وروسته چې دا توکی هندی تولید وبلل شي، اوس پاکستان کې په حکومتي کچه هڅې روانې دي او دې برخه کې د پاکستان مشرانو جرګه کې یوې کمېټې په دې بحث شوی چې څنګه اروپايي ټولنه کې د هند مقابل کې ګام پورته کړل شي.

د پاکستان انټلیکچول پراپرټي ارګنایزېش ادارې مشر مجیب خان وايي، د اروپايي ټولنې د مقرراتو له مخې باسمتي د پاکستان او هند تولید بلل کېږي او دې سره د نوي ډېلي دا دعوه ناسمه ثابتېږي، چې یواځې خپل تولید یې بولي.

نوموړی وايي، پاکستان د هند د دعوې په هکله خپل ځواب تیاروي او په دې زور اچوي چې دا وریژې د اسلام اباد او نوي ډېلي ګډ تولید وبلل شي.

ښاغلی خان وايي، که بیا هم پاکستان بریالی نه شو، نو د اروپايي ټولنې محکمې ته به عریضه وکړي.